افغانستان

هلمند : ګرشک کې پرون کرۍ ورځ جګړه روانه وه

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند په یخچال او بلوڅانو سېمو کې د طالبانو او حکومتي او بهرنیو عسکرو ترمنځ سخته جګړه شوې.
د سېمو اوسېدونکي وایې، جګړه پرون سهار مهال پيل شوه او تر بیګاه ناوخته یې دوام وکړ. د  جګړې پر مهال د سپکو او درنو وسلو غږونه تر لیرې پرتو سېمو پورې رسېدلي او اورېدل شوي.
د سرچینې په خبره، جګړه چې برايي ناوخته پای ته رسېدلې، په پایله کې يې  ۱۴ عسکر وژل شوي او لس نور سخت ژوبل شوي،د وژل شویو عسکرو  مړې تر ماښامه په سېمه کې پراته، پاتې وو.
طالبانو هم د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چې په دغه سخته جګړه کې يې څلور ملګري ټپيان شوي او دوه نور له لاسه ورکړي دي.
ویل کېږي، نن سهار بیا په سېمو کې د چاودنو او وسلو غږونه اورېدل شوي،خو تر دم ګړۍ پورې يې جزیات یې نه دي ورکول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x