کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / د عشق کوه طور/ عرفان الله عرفاني

د عشق کوه طور/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

نسيمه راته راوړه له حرم خوږې وږمې
په غوږ کې راته وايه ترنم باندې نغمې

راځه له مودو پس سره د مينې خلوت وکړو
ساقي تندې اخستی يم راډکې کړه پيالې

لږ تم شه ته لږ کېنه ته يو څو خبرې واوره
په زړه کې مې ساتلي درته ښې ډېرې کيسې

صحبت ته به درځمه ستا د عشق کوه طور ته
ځلا دمخ ښکاره کړه چې رڼا شې تورې شپې

درځمه خانقا ته ستا د مينې موريدي کړم
ذاهده کړم پرې ذکر خير ده را يو جوړ تسبې

له تاسره به يوځای په مسجد کې معتکف شم
قضا ستا د ديدن به کفاره نيسم روژې

چې کله شم خبر چې زموږ کلي ته را درومې
په لا رو کې به وشيندم لونګ دانې دانې

داځل دزړه له صدقه پاک الله ته توبه باسم
چې بيابه په ټول عمر ماتې نکړمه توبې

ارمان مې په زړګي کې دجانان حجاز وطن دی
قسمته نورې ماتې کړه د هجر زولنې

در ومې غواړه ځان ته نور مې ژوند عجم کې تنګ دی
ليکلي مې ستا عشق کې مستې مستې ترانې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ