نظــر

د امریکا سره د امنیتي تړون په هکله د علماو او پوهانو د جرګې پریکړه لیک (پښتو)

له امریکا سره د امنیتي تړون او په هېواد کې د بهرنیو پوځي اډو په اړه  د افغانستان د دیني عالمانو او اکاډیمیکو شخصیتونو د ستر کنفرانس پرېکړه لیک

قال تعالی : ولن یجعل الله لکافرین علی المومنین سبیلا ( الایة سورة النساء :141 )

الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسوله محمد وعلی آله وصحبه اجمعین

د حامدکرزي او امریکا متحده ایالاتو تر منځ په اصطلاح  دستراتيژیک تړون تر لاسلیک وروسته ، اوس داسې ښکاریده چی ښاغلی کرزی او دهغه ټېم هڅه کوي تر څو د مشورتي لویې جرګې په نوم د یوې فرمایشې غونډې په رابللو سره یو بل سند د امنیتي تړون په نامه له امریکا سره لاسلیک کړي چې د هغې پر بنسټ به بهرنیو هېوادو په تېره بیا امریکا ته اجازه ورکړل شي چې  دافغانستان په بېلابېلو سیمو کې ،ځان ته پوځي اډې جوړې کړې او پدې بهانه زمونږ په هېواد کې د خپلو پوځیانو شتون ته دایمي بڼه ورکړي.

ښاغلی کرزی او دهغه ټېم، په داسې حال کې په دا ډول اقدام لاس پورې کوي چې زمونږ ګران هېواد افغانستان، له استقرار او سیاسي ثبات څخه برخمن ندی او دپردې اشغال اوکورنیو اختلافاتوله امله د جګړې بل شوی اور ، زمونږ د ګران هېواد ټول هست او بود سوزوي او د کابل د اوسني حکومت د مشروعیت په اړه خورا ګڼې پوښتنې شتون لري.
پرته له شکه چې په داسې یوه وضعیت کې د امنیتي تړون لاسلیک چې د هغې پر بنسټ د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه په افغانستان کې د دایمي مېشت کېدو اجازه ترلاسه کوي،هېڅ ډول شرعي او قانوني اعتبار نشي درلودای،ځکه هغه حکومت چې په خپل اعتراف یې تر اوسه د ټول هېواد د بېلابېلو برخو کنټرول او اداره په واک کې نه لري او له بېلابېلو کورنیو اوبهرنیو فشارونو سره مخ وي، نشي کولای د افغانستان د ولس د ارادې تمثیل وکړي اود ولس او هېواد په برخلیک ټاکونکو مسایلوکې په بشپړې خپلواکۍ او استقلال پریکړه وکړي.

مونږ د افغانستان د دیني عالمانو،پوهانو او متخصصانو د ستر کنفرانس ګډونوال چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دهېواد دټولو عالمانو،پوهانو اوباخبره وګړو په استازیتوب د هېواد په پلازمېنه کابل کې را غونډ شوي یو،هر ډول تړون چې د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو پوځي اډو د جوړښت ته اجازه ورکوي،یوغیر شرعي ،غیرقانوني او د افغانستان له خپلواکۍ او آزادۍ سره مخالف او دهېواد له ملي ګټوسره یې منافي ګڼو او یوځل بیا پدې اړه په لاندي ټکو ټېنګار کوو:

1.    بهرنیانو او له هغې څخه د امریکا متحده ایالاتو ته د پوځي اډو د ورکړې جواز نه ورکول او د هغې حرمت، د قران کریم د نصوصو ، دپیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتواو داسلامي امت د معتبرو مذهبونو د فقهي عالمانو له خوا شرعاً ثابت  دی، چې د هغې دلایل او لاملونه دهېواد دمشهورو عالمانو په فتواکې چې د ۱۳۹۰ کال د وري په میاشت کې صادره شوې ده، په مفصله او مشرحه توګه ذکر شوي دي، ځکه نو هېڅ څوک نشي کولای د اسلامي شریعت د واضحو احکامو سره په مخالفت سره ، د افغانستان په خاوره کې امریکا یا بل هېواد ته د پوځي اډو د جوړښت اجازه ورکړې.

2.    امریکا او ناټو ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه د تړون په باب د حامد کرزي حکومت هیڅ ډول شرعي او قانوني حیثیت نه لري . دا ډول پرېکړه نه یوازې  د افغان ولس له اړخه مردوده ده چې  د افغانستان ملت او راتلونکې حکومتونه به ددې ډول پرېکړې یا تړون اودهغې له خوا را دبره کېدونکو پایلو او اثراتو په اړه هېڅ ډول شرعي او قانوني مسؤولیت او التزام نه لري.

3.    هغه کسان چې ددې ډول یوې ننګېن تړون لپاره زمینه سازي کوي او یا د هغې په لاسلیک کولو کې په یوه ډول نه یوه ډول ګډون لري،باید په دنیا او آخرت دواړو کې ددې ډول ناسمو اقداماتو خطرناکه پایلو ته هم پاملرنه وکړي اوباید پدې پوه شي چې د الله جل وجلاله اوافغان مسلمان ولس په وړاندې به د بهرنیو پوځي اډوته د اجازې ورکړې د آخرت ګناه او د دنیا مسؤولبت به ددوی په غاړه وي.

4.    مونږ د افغانستان د مسلمان اوخپلواک ولس له فرد فرد څخه غوښتنه کوو چې د محمد صلی الله علیه وسلم  دسپېڅلي شرعیت د احکامو پربنا او دافغان ولس د آزادې غوښتنې د کولتور له مثبت فرهنګ څخه په الهام سره ، د بهرنیو هېوادو له پوځي اډو  سره خپل څرګند مخالفت په ډاګه کړي او پرې نږدي چې د افغانستان د استقلال او خپلواکي چې زمونږ ولس دهغې لپاره، په میلیونونو شهیدان وړاندې کړې دي، له منځه ولاړ شي.

5.    څرنګه چې امریکا او نورو بهرنیو هېوادو ته په افغانستان کې دپوځي اډو د جوړولو اجازه زمونږ د ولس له نظره مردوده ده، نو له همدې امله بهرنیو سرتېرو ته دقضایي اوقانوني مصؤونیت  د ورکړې  موضوع اصلاً نه مطرح کېږي او په هېڅ ډول او په هېڅ ډول شرایطو کې د بحث وړیا دمنلو وړ ندي.

6.    مونږ یوځل بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر بې قیده اوشرطه وتلو ټېنګار کوو او په سیاسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي ټولوبرخو کې د خپل ګران ولس د عامې اوتامې خپلواکی او آزادۍ غوښتونکي یو.

7.    مونږ یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په فوري پای او بین الافغاني تفاهم اوخبرو اترو چې په هېواد کې د استقرار اوسیاسي ثبات سبب شي، ټېنګار کوو او له ټولو ښکېلو اړخونو غواړو چې د دین د احکامو او د ګران هېواد  د نن اوسبا د ګټو په پام کې نیولو سره ، ژر تر ژره د واقعي ملي روغې جوړې او د جګړې او وینې توییدنې په موخه ، جدي خبرې اترې پیل کړي.

والله الموفق واهل خبره

د افغانستان د دیني عالمانو اومتخصصانو ستر ملي کنفرانس

10 / 11 / 2013

کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x