کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / د روغ لیوني مناسبتي شاعري

د روغ لیوني مناسبتي شاعري

محمد رحیم سکندر

نن زه قصداً غواړم چې منفي خواوې ونه وایم ( څوک ونه وايي چې مونږ یوازې په نیمګړتیاوو ښه پوهیږم ) .

په لومړیو کې که ضرورت نه وای نو ابتدایه ښونځي به نه جوړیدای ، په مدرسو کې به قاعدي سپاره نه لوستل کیدای ، د چټکو زده ګړو کورسونه به نه جوړیدای ، په انګلیسي تدریس کې به بېګېنر نه ( Beginner) نه وای … .

د وزیر محمد روغ لیوني ویناوې هم داسې وبوله لکه د شعر بام ته چې زینه ور ودروې . هر هغه څوک چې روغ لیوني پیژنې او په اړه یې یو څه وايي ، نو په ذهن کې دا هم ورګرځي چې وروسته پاتې ټولنو په لومړیو کې د همدغه ډول شعرونو او مطالعې نه پیل کړی دی . بیا یې معاصره شاعري او په همدې ترتیب منځنۍ او کلاسیکه دوره لوستې ده ، په لومړیو کې د پښتنو شاعر هم معلوم . یوازې په ګرانو لغاتو شاعري نه کیږي ، ځینې عام او لوستي خلک چې په شعر کې ګران لغت پیدا او پرې پوه نه شي نو هغه تکړه شاعر بولي . امیر کروړ تاریخي ارزښت لري مګر دومره لوړه شاعري یې نه ده کړې چې مونږ یې په کلاسیکو اور ژبو شاعرانو کې ودراوه . دغه ډول غورې اوسني ماشومان هم کوي چې :

زه یم زمري په دې نړۍ له ما اتل نشته

دغه راز اکثره خلک چې متمدنیږي نو مطالعه او کار له ډېر اسانه کتاب او بنډارونو نه را شروع کوي . ځینې خلک شته چې له اوله خدای ښه استعداد ورکړی وي ، خپل کارونه له لوړې را پیلوي او پر مخ یې بیايي او ځینې یې اوس هم د روغ لیوني په پله پلي دي . له روغ لیوني سره نه یوازې خپلو زیاتو کتابونو په شهرت کې مرسته کړې ؛ بلکې په لومړیو کې خوست راډیو او نور سیمییزو راډیوګانو هم ډېره مرسته کړې ، چې ما به هم کله ، کله ترې اوریدل .

روغ لیونی عام خلک ډېر پیژني او مطالعه کوي یې ( هغه څوک چې په لغاتو ، استعارو ترکیبونو او نادرو تشبیهاتو نه پوهیږي ) .

زمونږ ټولنه چې تازه د پوهې لاره تعقیبوي او ځینې لا خبر هم نه دي ، نو مطالعه له ولسي ، طنزیه او تفریحي کتابونو او مجلو راپیلوي او املا پکې زده کوي . نو روغ لیوني هم زړه تنګې ټولنه پیژندلې ده چې ګرانې مطالعې ته یې ډېر ژر زړه تنګیږي او دی یوه اسانه لار ورته ښيې ، هغه ګرانې استعارې ، کنایې ، تشبیهات ، ترکیبونه ، قافیې او ردیفونه چې اوس زیات مشهور شوي دي په خپله شاعرۍ کې کاروي .

سترګې مې میګونې خوندورې دي
سترګې مې چیچل کوي بمبرې دي

نوموړي زمونږ په وطن ګوډاګیان او د پښتنو غلط فرهنګ چې پخوا هم رد شوی ، یو ځل بیا روغ لیوني په اسانه ټکو کې غندلی دي ، د دې لپاره چې ( که ښه خبره زر واره هم وشي کمه ده ) او هغه خبرې چې په نثر کې راځي ، شعر کړې یې دي .

که هر څو ډالر پریمان وي په کار نه دي
ګران وطن چې پکې وران وي په کا رنه دي

او یا :

ما یې اړیکې دي لیدلې چې خطا وختې
ټولې وعدې یې دروغجنې د جفا وختې

ځینې استادان چې په رسنیو کې په حقوقو او سیاسي علومو لیکچر او معلومات ورکوي ، نو دومره زیات یې لغت پرانۍ ته مټ ورکړی وي چې عامه ټولنه خو څه چې دده خپل محصلین هم نه پرې پوهیږي . نو په دې اساس روغ لیوني نه یوازې د ولس لپاره شاعري کړیده بلکې د ولس په خوښه یې کړیده . له روغ لیوني سره د مینې بل علت دا هم کیدای شي چې د نوموړي شاعري تر ډېره مناسبتي او موسمي ده . هر څوک چې په کوم مناسبت شعر ته ضرورت ولري نو د روغ لیوني په شاعرۍ کې پیدا کیدای شي او تقریباً هر عنوان ته یې شعر لیکلی . لکه : اختر ، پسرلی ، یووالی ، سوله ، امنیت ، دین ، کلتور ، اخلاق ، ټولنیز دودونه ، ښوونکی ، زده کوونکی ، سپورت ، نظافت ، مور ، پلار ، وطني احساس ، ماشومانه لوبې ، مهاجرت ، مهمې پېښې ، جانان ته لیک او نورو ډېرو موضوعاتو ته یې شعرونه لیکلي دي او لیکي یې .

هر هغه څوک چې په دې مناسبتونو غونډې او لمانځغونډې جوړوي نو د سټیج چلوونکي یا ( انانسران) که روغ لیوني ته مراجعه وکړي خپله پروګرام به په دې برخه کې ښه پر مخ یوسي . ماشومان هم کولی شي چې د ښوونځي غونډو لپاره ترانې ترې انتخاب کړي ، ځکه په ویلو کې اسانه تمامیږي . ماته هم بې شمېره شعرونه یاد دي ، خو که څوک په داسې مناسبتونو شعرونه رانه وغواړي نو پرته له بلې لارې د روغ لیوني کتابونه ورته یادوم چې ګټه ترې واخلي .

مونږ له لویو شاعرانو نه د مناسبتي او فرمایشي شعر تمه نه کوو او نه باید دومره لوی ظلم وکړو . هغه لوی شاعران چې تشریفاتي شاعري ته یې هم کله ، کله ذهن ور تښنیږي ، هیله ترې کوو چې دا ډول شعرونه دې د روغ لیوني غوندې شاعرانو ته پریږي ، ځکه دوی دا کار له وړاندې نه کړی او کوي یې . روغ لیونی پخپله هم دا دعوه نه لري چې (۲۳) شعري ټولګې مې چاپ کړیدي نو زه دې تر ټولو ټاپ شاعر وم . بلکې دومره وايي لکه
وړاندې مو چې کومې ابتدایه زده کړې او ضرورتونه یاد کړل ، دا د روغ لیوني په لوستنه کې تر لاسه کیږي .

روغ لیوني مینه هم پاللې ده او لومړني مینان د خپل زړه بړاس پکې ویني ؛ مګر اکثره شاعري یې د وطن په مینه را څرخي او له دېنه ښکاري چې ده ته ( ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره ) دومره نه دی مهم ، بلکې څومره چې د عامو لوستونکو ذوق او مینه ده ، چې دوی یې له شاعري سره لري په پام کې نیولې ده او دا تشه اوس د نوموړي په برکت نه احساسیږي . ویل کیږي چې مجید قرار هم ټوله لیکوالي او شاعري له وطنه قربان کړیده ( ددې لپاره یې نه ده کړې چې هنر مې ژوندی پاتې شي ) . دغه راز روغ لیوني که څه هم هنر ته کار نه دی کړی بلکې تا تریخوالي ته یې هم کار نه دی کړی او نه یې څوک بې ځایه سر ښیندنې ته هڅولي دي .

روغ لیونی اوس په همدغه طرز ډېر زیات تمرین کړی او څوک دې هڅه نه کوي چې له دې لارې یې واړوي او نه شاعرۍ ته بدلون ورکولی شي ، ځکه دی د ډېر عمر دی او اوس ناوخته دی . څېړوندوی عبدالغفور لېوال هم په همدې ډول شعرونو یوه څېړنېزه لیکنه کړیده . د لیکنې عنوان یې دی : ( په فرهنګ کې د تعلیمي یا دیداکتیک نظمونو ځای ) لیوال لیکي چې دا ډول شعرونه د فرهنګ په بډاینه کې مرسته کولی شي ، مګر په ادبیاتو کې نه شاملیږي .

نوموړی وايي : میا فقیرالله جلال ابادی یې غوره بلګه ده چې تعلیمي نظمونه یې لیکلي او فرهنګي ارزښت لري ، خو ادبي ارزښت د معاصر شعري تعریف پر بنیاد نه ورکوي ؛ ځکه ( شعر په لنډه او اهنګینه ژبه د فکر او تخیل عاطفي تړون ته وايي ) .

که چېرته د روغ لیوني په نظمونو کې دا درې جوړښتي عناصر ( فکر ، تخیل او عاطفه ) موجوده وي نو بیا په ادبیاتو او فرهنګ دواړو کې راتلی شي .

ښاغلي لیوال وايي :

دیداکتیکه شاعري د نظم لیکلو هغه فورم ( شکل او طریقې) ته ویل کیږي ، چې له پیله د پوهې لېږد یا څه ورزده کولو په غرض ویل شوې وي ، دیداکتیکي شاعري په لاتیني او اروپايي ژبو کې هم وه خو هلته یې هم له هنري ادبیاتو جلا تدریسوله په انګریزي کې یې ( دیوید الوود) یوه نمونه ده .
یو عام نظر دی چې له نثر نه نظم اسانه حافظې ته سپارل کیږي ، نو له همدې امله چې پخوا نثر دومره نه و عام او موضونه وینا باوري بريښده نو ځکه دیداکتیکه شاعري ویل کیده او په مدرسو کې لکه د اخوند رشید ( رشیدالبیان) ، د علام محمد کیګاني (معراج نامه) په فارسي کې (پنج ګنج کتابونه) تدریسیدل یا به د ترنم او ریتمیکې ادا په مرسته لوستل کیدل . د خوشال بابا بازنامه او طب نامه یې هم رڼې بېلګې دي . د روغ لیوني ټوله شاعري هم دیداکتیکه نه ده ، ځکه په دیداکتیکه شاعرۍ کې تر ډېره علمي مسایلو بیانیږي لکه : کیمیا ، بیالوژي او پخواني مروج علوم ، خو دروغ لیوني یو څه برخه په مینتوب راڅرخي او نیمه یې فرمایشي او سیاسي ده .

د روغ لیوني شاعري د ملنګ جان ، سرکی کمال شاعرۍ ته ورته بولو خو دوی ولسي شاعران و او روغ لیونی یې پخپله لیکي او کتابي بڼه ورکوي ،
مګر د ملنګ جان شاعري حبیب الله رفیع او ګل پاچا الفت راټوله کړې او د وزن ، قافیې او ردیف په برابرولو سره یې کتابي بڼه ورکړیده ، په همدې ترتیب د سرکي کمال شاعري عمر دراز مروت راټوله او کتابي بڼه یې ورکړيده .

روغ لیوني تر اوسه ۲۳ درویشت شعري ټولګي چاپ کړیدي او یوه بله یې هم چاپ ته تیاره ده .

د مناسبتي او فرمایشي شاعري په کتار کې تر اوسه په پښتو کې په دومره تعداد شعري ټوګې بل شاعر نه دي چاپ کړې .

د خوست ، پکتیا او ټل سیمو پورې ، د عام ولس په کچه تر ټولو زیات مینوال روغ لیونی لري. خو نه پوهېږم چې نورو ولایتونو ته یې ولې نه لیږي ؟
یو وخت یې ګیله کړې وه چې لوی فرهنګیان مې په قدر نه پوهیږي . هغه و چې خوست ادبي بهیر د یوې لویې غونډې په ترڅ کې ولمانځه .

د روغ لیوني په (۲۰) شلمه ټولګه مې په سولې پیغام راډیو کې راپور هم جوړ کړی و او دا جمله راته یادیږي چې : ( روغ لیوني وچه ککړه شل کړه )


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ