شعـــــرونه

د حسين (رض) شهيدې وينې

خلك وايي پسرلى دى سره گلان هر خــوا غــوړيږي
كه په دښت د كربلا كې د حسين (رض) وينـــې خوټيږي

دا په مخ د سروگلانو څاڅكى څاڅكى پرخــه ښكاري
كـــه دا اوښــــكې د بيبيانو كربـلا دښت كې تــــوئيږي

ټـــولـــه دښته سرو لمبــو ده سراسر پــه سر اخيستې
كه د تــږو جـــل وهلـــو زړونـو اور را پورتــه كيږي

ټول ظلمونه جمع شوي د رسول (ص) نازبيـن نمسي تـه
ماشــــومـــان د مينــدو غېږ كې د اوبـو پسـې ژړيږي

خدايه ستا پاكې اوبـه نن د طاغــي انسان پـه لاس كې
ستا د پاك محبوب كهــول تـه ستا ډالۍ نـه وررسيږي

ميړنــــي د حــــق ولاړ دي د باطل مقـــابـــلـــه كړي
ستـا حسين (رض) دا ستا لپــاره له باطل سره جنگيږي

د باطلــــو قافلــــې دي نــــن د حــــق پر ضد ولاړې
ماشومان لـــه تنــــدې ژاړي يزيد كله پرې رحميږي

د زينب بــي بــي آواز و د شمــر پــه سـر توپان شو
انقلاب يــې رابيـــدار كــړ د وحشت پر ضد دريږي

وخت هميش په ظـــالمانو حــق پرست بريالـي كړي
د سپيڅلــو وينـــو څاڅكي لكـــه تنـــدر پرې وريږي

انتقـــام لـــه يزيــــد اخلي د حسين (رض) شهيدې وينې
د وختــــونــــو يزيــــدان دې پــه دې ټكي وپوهيږي

د شمرخونه تالا شوه د دوزخ سپى به ترې جوړشي
حــق باطل دى تــل ځپلى شمرهر وختــې شرميږي

يزيدان دي تل مات شوي د هر وخت هره شيـبه كې
مايوس مــــه گرځه ((قتيـــلـــه)) حقيقت كله پټيږي

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x