کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړه

طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندوز-تخار لویه لاره چې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې یې تړلې وه، د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کندوز-تخار لویه لاره يې د سپين ږیرو او قومي مخورو په غوښتنه د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې پر دغه لاره د «د دښمن اړوند» هېچا ته د تګ راتګ اجازه نشته دی.

بل لوري ته د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې د کندوز-تخار لویه لاره د وسله‌والو طالبانو له وجود څخه تصفیه شوې او تر دوه اونیو وروسته دغه لاره د مسافرو پر مخ خلاصه شوې ده.

د کندوز امنیه قومندان مل پاسوال محمد قسیم جنګل باغ ادعا کړې چې دغه لاره یې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د خان اباد په دکان آدم سیمه کې ترسره شول، دغه لاره د مخالفینو د وجود څخه په ټولییزه توګه ونېول شوه.

جنګل باغ زیاته کړې چې اوسمهال لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه ده او دوی د لارې د امنیت ساتلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیسي.

د کندوز –تخار لویه لاره د خان اباد ولسوالۍ د سقوط پر مهال د طالبانو لخوا وتړل شوه.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ