افغانستان

د حزب اسلامي د حکمتیار ډلې رسمي پلاوی بیا کابل ته تللی

نن ټکی آسیا: د حزب اسلامي د حکمتیار ډلې یو رسمي پلاوی کابل ته رسېدلی او هلته یې د ولسمشر کرزي ترڅنګ د حزب له کابل مېشتو ګروپونو او د راتلونکو ټولټاکنو له ځینو نوماندانو سره لیدنې-کتنې کړي.

دحزب اسلامي په دې پلاوي کې د حزب اسلامي د سیاسي کمیټي مشر غیرت بهیر،قاضي عبدالحی او انجنیر امین کریم شامل دي.
د حزب د حکمتیار ښاخي ته نیږدې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي: د حزب د دغه رسمي پلاوي د سفر موخه په کابل کې د ښاغلي بهیر د زوی د واده په مراسمو کې ګډون او د حزب پر ځينو کابل مېشتو سیاسي څېرو سربېره له یو شمېر نورو نوماندانو سره لیدنه-کتنه ښودل شوې.
د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې ویاند کابل ته د حزب د دغه لوړ-پوړي پلاوي سفر تایید کړی او زیاته کړې يې ده،چې نوموړي پلاوي له ډاکتر عبدالله عبدالله ،عبدالهادي ارغندیوال او ځینو نورو کسانو سره ملاقاتونه کړي دي.
ویل کېږي ، چې د حزب یاد پلاوي له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره هم کتلې دي.
د حزب اسلامي حکمتیار ډلې، کابل ته د ډاکتر غیرت بهیر په مشرۍ دخپل لېږل شوي پلاوي د وروستي سفر په  باب تر دې مهاله رسنیو ته نه کوم توضیحات ورکړي او نه یې څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x