نظــر

له امریکا سره د قضائي مصئونیت تړون پایلي

د کابل دګوډاګۍ ادارې  او امریکا  تر منځ  د استراتیجیک  تړون  تر عنوان  لاندي چې کومه  مسوده  (قرارداد) لاسلیک کیږي ، دهمدې  تړون  یوه برخه  دقضائي  مصئونیت  تر سرلیک لاندي  لاسلیک کیږي  .

قضائي  مصئونیت  یوعربي لفظ دی  چې  زموږ دهیواد ډېری  وګړي نالوستي دي دهمدې کلمې  په مفهوم  او مطلب  نه پوهیږي ،

دقضائي مصئونیت  معنی داسی  ده  له محاکمې  څخه خونديتوب ، د قضائي  مصئونیت  مطلب  داسی ده  : غربي  یرغلګري لښکري  زموږ  دهیواد دمظلومو مسلمانو وژلو ، بمبارولو، بندي  کولو ، شکنجه کولو، دشپې او ورځي  په اوږدوکې په  هرګوټ او کنارکې چې وغواړي  دچاپې  وهلو، ځورولو ، ازارولو ، چور او تا لانولو قانونا حق لري ، او دوی  دهرجرم  د ارتکاب  په  صورت  کې  دمحاکمې  او قانون  له منګولو څخه  ازاد او خلاص دي , هيڅ  افغاني طبعه  حق نه لري  چې  ترې پوښتنه  وکړي  یا يي کومي محکمې ته کشکاږي ، ددې پخلاف  که کوم  افغاني طبعه  د یو امریکايي  مخ  ته خالي  ناړي  ورتو کړي هغه به نیول کیږي  او په څلورویشت ساعته کې به محکمه کیږي  او سزا به  ورکول کیږي  .

دا هغه چاړه ده  چې له یوه لوري که  ممکن  کوم  افغان طبعه  قضائي مصئونیت  قرار داد له امریکایانو سره لاسلیک کړي  نو همدغه افغانانو دښمن ته  دهیوادوالو دوژلو لپاره قانوني چاړه په لاس کې ورکړه .

له بل لوري  همدغو افغانانو دمجاهدینو په لاس  دخپل ځان  دقتلولو او وژلو جواز اعلان کړ ، هر جرګه وال  او فارلماني  که  ددې غیرشرعي ، غیرقانوني ، غیر دودي  کرغیړن او ناوړه عمل په ترسره کولو اقدام  وکړ  نو هر هیوادوال  نارینه او ښځینه  ته  به  دا حق حاصل شي  چې دغه  مجرم او ظالم  دهغه  دناوړه عمل  په سزا ورسوي  .

دا به کوم  اسلامي  او افغاني غیرت  وزغمي چې هیواد او وطن به د افغانانو وي  له دې سره سره به افغانان  وژل کیږي ، ځنځیر او ځولانه کیږي ، په  دائمي حبس به  محکومیږي ، په خپل هیواد کې  تر قانوني پوښتنو او ګروېږنو لاندي نیول کیږي ، او ددې پخلاف  دناټو او امریکا بهرني  عسکر به  د افغانانو په مظلومو وینو لړلې  سرې چاړې په لاس  د قانون او محکمې  له منګولو څخه  خلاص  او ازاد سرې سترګي  په غرور او تکبرکې ګرزي ، او پوښتنه  به نه ترې کیږي ، ایا هغه مهال به دا وطن  د افغانانو وي  او که د غربیانو ؟ .

له دې  ستراتیجیک  او دفاعي  تړون  وروسته به  امریکایان  قانونا حق  ولري  چې دهیواد لپاره کوم  قانون  تراشل شوی وي  دخپلو ګټو دخوندي  کیدا په منظور ترمیم  او دنویو مادو پیوندونه  پکښې ولګوي ، دخپل ناروا عادت لمخه  لکه  د نړۍ په ځینې هغو هیوادو چې  ددوی  مستعمره یا مثتثمره دي  تر ټولو لومړی  به  د سود هغه  ناروا او ناجائز قانون چې هغه له لوی خدای او دهغه  له رسول صلی الله علیه وسلم  سره دجګړې  داعلان  معنی  لري  پلی کړي ، ځکه  ددوی  دهیوادو داقتصاد ټولي چاري  په  سودي  نظام  ولاړي  دي ، له سودي نظام پرته  دوی  ته  دنورو هیوادو یرغمل کیدل  کومه نتیجه  نه لري  .

که له کوم چا سره سوال پیداکیږي  چې  سودي  اقتصاد خو په اسلام کې لوی  ناروا عمل دی  او دافغانستان  ټول وګړي مسلمانان دي  دوی به دې اقدام  ته  زړه ښه  نکړي  چې افغانان به يي ونه مني  ؟ .

ددې خبري  ځواب دادی  : دوی  د استراتیجیک  او قضائي مصئونیت  تړون  په  وسیله قانونا دافغانانو ژوند (حیات) ، حریت ، ټولنیزه خپلواکې  ټول  یرغمل کوي  ، نو سودي اقتصاد بیا کومه لویه خبره ده .

پاتي شوه دافغانانو منل او نه منل  خو له ورایه ښکاره ده  چې له اصطلاحي فارلمان او ډراماتیکي لويي جرګې لاسلیکونه  اخلي ، پاتي شوه دافغانانو هغه برخه  چې د امریکایانو ناولی قدم  د افغان پر پاکه خاوره نه پریږدي  له هغو سره خو امریکایان په جګړه بوخت دي ، دااسلامي او افغاني دود برخلاف  دکابل ګوډاګۍ ادارې  هم  دډالرو په  بدل کې  د امریکایانو په  چوپړ کې  سرونه  نذرانه  کړي دي  . له دې ادارې څخه خو دکافرانو پخلاف  اقدام  دهیڅ شي  تمه نشي کیدای  .

نور بیا ….

مولوي محمد اویس (عباس)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x