مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله ( ۸۲ يمه ) اونيزه غونډه وكړه !

mehterlam_baba_ramdhan_ghondaداود جبار خیل

مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله ( دوه اتيا يمه ) اونيزه غونډه دجمعې په ورځ ۱۳۹۰ لمريز كال د لړم په پنځمه مه دبورډ زيارتمځي تر شا په پي سي ايس كالج كې دښاغلي ډاكټرزبيح الله حسن په مشرۍ تر سره كړه ښاغلى دلاور خان د غونډې ځانګړى مېلمه وو دوياندو يي چارې عماد الدين دوران تر سره كولې غونډه دعبدالغني مجروح لخوا دكلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه

دتېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق وړاندې كړ غونډه كې د ((ښه شعر )) د ليكلو موضوع تر حه شوه چې د غونډې رئيس ډاكټر حسن زبيح پرې ژورې خبرې وكړې دا يې هم په ډاګه كړه چې د(( ښه شعر لپاره ښه قافيعه او په زړه پورې رديف ته اړتيا ده شعر هغه زړه راښكونكې اواز دى چې له زړه نه وځي او په زړه وردننه كېږي دغزل كچه له نظم څخه زياته ده دغوره شعر لپاره بايد شاعر د شعر نزول په نظر كې ونيسي كوم شعر چې په زور وليكل شي هغه رنګ پكې له ورايه ښكاري په شعر كې چې احساس او جوهر نه وي كيفيت يې هم كم وي بل پيغام دشعر لپاره اړين ندى څومره چې موضوع ته ضرورت او اړتيا وي ځكه چې شعر پخپله د پيغام او خيال يوه بېلګه ده دشعر لپاره ښه لفظونه پكار دي تشبېحات كنايي او استعارې پكار وي او بل د شاعر اورېدونكي د اوچت خيال لرونكي وي او د شعر رديف او قافيعه بايد ژوندۍ واوسي د ښه شعر لپاره ښه لفظونه دښه شاعر كمال دى چې ټولنې ته يې وړاندې كوي )) همدا راز نورو شاعرانو هم د شعر په مختلفو اړخونو ګټورې خبرې وكړې .

دغونډې دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پكې خپل شعرونه ولوستل.

په غونډه كې ، حاجي ګل اغا شهباز ، عبدالغني مجروح ، انعام الله ګوهر ، مير عالم نويد ،دلاور خان ، محيب الرحمن ايثار ، عماد الدين دوران ، نصيب موسى خېل ، سردار نبي شجاع ځاځى ، ډاكټر محمد حسن زبيح ، عمران علي خېل، نظيرالحق قريشي او يو شمېر مينه والو بر خه در لوده غونډه د ماښام لمانځه نه وروسته په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.