افغانستان

تګاب کې بهرنیانو ولسي وګري وژلي

نن ټکی آسیا: د یکشنبې په شپه دوه بجې شاوخوا، بهرنیو او حکومتي عسکرو په ګډه د کاپیسا ولايت، تګاب ولسوالۍ د سلطان خیلو په کلې کې  چاپه ووهله او د ځایې خلکو په خبره، بهرنیانو د یو ماشوم په شمول دوه کلیوال په شهادت رسولې، چې یو یې عصبي توازن هم له لاسه ورکړی وو، دوه ورځي کېږي چې په یاد کلي کې عملیات دوام لري، بهرنیو او افغان ځواکونو دري کورنۍ د خپلو کورو څخه شړلې، د یو کور څخه د بندي خانې او دوو نورو څخه د قرارګاوو، لپاره کار اخلي،

عیني شاهدان وایې بهرنیانو د کلي ټول خلک تړلي او کلي یې ټول محاصره کړی ، هېڅوک هم له کوره نه شي وتلی، چې ووځي، دوی بمبار پرې کوي، که څه هم وسله وال طالبان، په داسي حالاتو کې د کلي په مینځ کې، د مقاومت څخه ډډه کوي ترڅو ولسې وګړو ته زیان ونه رسیږي.

د یادوني وړ ده، چې تګاب یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې تل يې د بهرنیانو عملیاتو کې ملکي خلک قرباني شوي، هغه کمیسیون چې د بهرنيو ځواکونو په شپني عملياتو کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه جوړ شوی وو په ډاګه کوي د کاپیسا په دې سیمه کې چې دوی بمباري کړې، له پیله تر اوسه هېڅ طالب نه دی راغلی، خو بهرنیانو په دې بهانه هلته عملیات کړي چې ګني هلته ډپو دی او طالبان پکې مېشت دي.

بل پلو، د کاپيسا ولايت اوسېدونکو په دې ولايت کې د بې ګناه خلکو د وژونکو د محاکمې غوښتنه کړې او څو – څو ځلي يې خپل غږ تر ارګه رسولي، او څه موده مخکې د تګاب مشرانو سره ولسمشر کرزي په ارګ کې کلکه ژمنه وکړه چې نور به شپني عملیات، ستاسو په کورونو، نه تر سره کیږي ، خو تر اوسه داسې بریښي چې دې ژمنې ته د عمل جامه وانه غوستل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x