jirga against Us bases

راتلونکې لویه جرګه، او په وړاندې یې د افغانانو راپاریدونکی مخالفت!

نن ټکی آسیا – سرمقاله: سره له دې چې د کابل حکومت لخوا له امریکاسره د امنیتي تړون د لاسلیکولو په غرض د راتلونکي مشورتي لويې جرګې لپاره په لوړه کچه ترتیبات نیول کیږي ، خو په ولسي کچه بیا له یادې جرګې سره د افغان ولس مخالفت ورځ په ورځ زیاتیږي.

د دغه ولسي مخالفت په ترڅ کې تیره ورځد هیواد په مرکز کابل ښار کې یو زیات شمیرکسانود يوهپراخ لاريون په ترڅ کې، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک، د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو او د لويې جرګې له تر سره کيدو سره خپل کلک مخالفت وښود،

او دخپل لاریون پهترڅ کې د ارګ چارواکو ته خبر داری ورکړ چې د تړون د لاسليک کېدو پر مهال به هم هغوئپههمدې شاني پراخو لاريونونو لاس پورې کوي.

دغه لاریون ” له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون لاسليک په اړه د علماوو او روڼ اندو جرګه” تر نامه لاندې په کابل د بهرنيو له اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې له لوري تر سره شوی وه .

د لار یون ګډونوالو چې ډیری برخه یې دیني علماء ، قومي مشران پوهنتوني استادان او د کابل پوهنتون په شمول دلوړو زدکړو د مؤسسو محصلین او د هیواد د مختلفوساحو متعلمین ول ، له امریکایانوسره یې د امنیتي تړون لاسلیکول هغوئ ته په رسمي ډول دافغانستان دورسپارلو په معنا باله او په خپلو شعارونوکې یې د کابل ادارې له دې نامشروع کار سره په ټینګه مخالفت ښکاره کاوه.

که څه هم چې دکر زي ادارې او امریکایانو ترمنځ د امنیتي تړون چارې مخکې ترمخکې بشپړې شوې ، خو دکابل ادارې مشر حامد کرزی د دې لپاره چې په دغه ملي خیانت کې دځان ملګري زیات او بیا د همدغه ملي خیانت پړه هم د هغوئ پرغاړه ور واچوي د مشورتي لویې جرګې د رابللو په لټه کې دی او د دې کار لپاره یې هم د داسې کسانو په انتخاب او راغونډولو غور کړی چې هغوئ په تطمیعي ډول سل په سلوکې دکرزي له نظر سره موافق او تیار دي له امریکایانو سره په هغه ډول دتړون په لاسلیکولو رأیه ورکړي چې هغه د امریکایانو له شرائطوسره برابروي .

دبیلګې په توګه د دغې مشورتي جرګې د تیاریو د کمیسیون مشر حضرت صبغت الله مجددي د جرګې تر دائریدو ډیر مخکې لاخپل نظر رسنیو ته په لاندې توګه وړاندې کړ:

که دا قرارداد امضا نه شي دا ټول د افغانستان په خساره دی، د امریکا په خساره نه دی، که دا سند نه وي افغانستان یوه میاشت هم د خپلو عسکرو مصارف نه شي ورکولای، اکثریت افغانان له تاریخه خبر دي، خپلې آیندې او د ګاونډیو اوضاع ته ګوري، ټول طرفدار ددې دي چې باید امضا شي.”

صبغت الله مجددي د جرګې دتیاریو دکمیسیون دمشر په توګه تر جرګې له مخه په دې ټینګار لري چې حتما باید دا سند په هغه ډول لاسلیک شي په کوم چې یې امریکایان تقاضالري ، نوموړي دلړم دمیاشتې په ۱۶ له اشنا راډویوسره په خپله مرکه کې د امنیتي تړون د لاسلیکولو د اهمیت په اړه داسې وویل : لویه جرګه به د دې موضوع ارزښت ته په کتو د امنیتي سند د لاسلیکولو په اړه رایه ورکړي او له امریکا سره به د قضایي صلاحیت مسئله هم ومني.

د ښاغلی مجددي دغه څرګندونې دهغه دفکر محصول نه ،بلکې هغه په کابل کې د امریکا دسفیر جیمز کننګهم او همدا راز د امریکا د کانګریس د پوځي کمیټې د مشر کارل لیون د امنیتي سند په اړه د ورکړل شیو توضیحاتو تفسیر بلل کیږي چې هغوئ دواړو د لړم د میاشتې په اتمه نیټه د امریکا په سفارت کې خبریالانوته وویل چې که کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو د امریکا مرستې به ورباندې بندې شي .

که څه هم چې هم امریکایان او هم هغه څوک چې د امریکایانو په خوښه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول له کابل سره د امریکايي مرستو د تداوم لامل بولي ، خو په خپله د همدغه په مندرجاتو سندکې له ۲۰۱۴ وروسته دامریکا لخوا له کابل سره دمرستو دجاري ساتلو هیڅ تذکر نه دی شوی .

دا سمه خبره ده چې افغانستان ۳۵ کلنې جګړې سخت ځپلی او په مختلفو عرصو کې د بیا ودانولو لپاره د امریکې په شمول د نړیوالو مرستو ته ضرورت لري ، خو دې ضرورت ته باید دومره اهمیت هم ورنه کړل شي چې په بدل کې یې د افغانستان ټول ملي حاکمیت او ارضي تمامیت هغوئ ته په رسمي قباله ورکړل شي .

هغه اجنبي پاله عناصر چې د خپلو خارجي بادارانو د رضایت په خاطر غواړي د امنیتي تړون تر عنوان لاندې د افغانستان استقلال او ځمکنی تمامیت په هغوئ وپلوري ، هغوئ دي ټول افغان غیرتي ولس په خپل پردي پاله ضمیر نه قیاسوي ؛ ځکه د افغان میړني ولس په منځ کې داسې قهرمانان هم شتون لري چې دخپلو سرو په نذرانې سره دخپل هیواد له استقلال څخه دفاع د خپل ژوند ترټولو سپیڅلی آرمان ګڼي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

نالت پر دې فاسد څه وخت به دا مکروب مرداریږي . دې رزیل په کالونو او پيړویو افغانان په دین او تقوا غلط کړل خو د پردې شاته لوی خبیث/ خبیس او ښامار وو اودی ! دې کورنۍ دین او اسلام تل دخپل هدف لپاره قرباني کړي ! الله پاک دخپله جزا ورته ورکړي !