افغانستان

پنټاګون: د افغان ځواکونو تلفات ۸۰ سلنه ډېر شوي؛کابل یې نه مني

نن ټکی آسیا: د امریکا د دفاع وزارت له لوري د یوه خپاره شوي راپور ارقام ښيې،چې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ-ژوبله د تېر کال په پرتله اتیا سلنه ډېره شوې.
په دغه راپور کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو تائید کړې ده، چې د روان کال په ژمي کې ګڼ شمېر افغان عسکر د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي،چې د ځاني تلفاتو سلنه یې کابو ۸۰ اتیا ته رسېږي.

راپور په یو بل ځای کې وايي: د تېر په پرتله د بهرنیو ځواکونو په تلفاتو کې لږوالی او د ملي اردو ، ملي پولیسو او اربکیانو په هغې کې زیاتوالی راغلی.
 کابل بیا یې نه مني او پر وړاندي يې غبرګون ښودلی.
د دفاع وزارت ویاند ظاهر اعظمي وویل: د پنټاګون دا بې اساسه راپور  ردوو او په خبره یې، د دوی په لاس کې داسې دقیق  ارقام نشته چې د دوی د ځاني تلفاتو ۸۰ سلنه ترې په ډاګه شي.
د شناندو په اند، په داسې حال کې چې له یوې خوا کابل حکومت له امریکا سره د دایمي اډو او استراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په درشل کې دی او له بلې خوا د همدې  لپاره د فرمایشي لویې جرګې د رابللو هڅې پیل شوې،د امریکا له لوري د دې راپور د خپرولو موخه کېدای شي دا وي،چې دوی غواړي وښيي چې د دوی له مرستې پرته افغان ځواکونه د امنیت په تامین کې پاته راغلي او د بهرنیانو له مرستې پرته یې وړتیا نلري.
په دې توګه به امریکا ته په افغانستان کې د پاتې کېدا لپاره پلمه په لاس ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x