«محمد» په انګلستان کې تر ټولو خوښ شوی نوم دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د «محمد» نوم یو ځل بیا په برتاینه او ویلز کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خوښ شوی نوم ګڼل شوی دی.

انډيپینډیټ برتانوي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د بېلابېلو سپيلینګونو سره محمد په انګلستان او ویلز کې د ماشومانو لپاره تر ټولو عام نوم دی.

د برتانیې د احصايې دفتر له مخې په ۲۰۱۵ز کال کې اولیور، جیک او هاري د هلکانو او امیلیا، اولیویا او ایمیلي د انجونو لپاره ډیر استعمال شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د Muhammad تورو باندې لیکل شوی نوم په ۱۲ نمبر، Mohammed په ۲۹، Mohammad په ۶۸ او Muhammed بیا په ۱۲۱ نمبر دی.

کله چې دا ټولو بېلابېلو سپيلینګونو باندې لیکلي شوي محمد سره جمع کړي نو ۷۵۷۰ کسانو باندې د محمد نوم لیکل شوی چې په مقابل کې د اولیور نوم بیا ۶۹۴۱ ځلې استعمال شوی دی.

ورځپاڼه وايي چې د بېلابېلو سپیلنګونو لامل دادی چې محمد اصلا عربي توری دی او انګلیسي کې د لیکلو پر مهال یې څوک یو ډول او څوک بل ډول لیکي.

د احصائیې دفتر وايي چې د محمد نوم په لومړي ځل په ۱۹۲۴ز کال کې په لومړيو ۱۰۰ نومونو کې چې په ډيری ماشومانو ايښودل شوی و، ځای پیدا کړ او ورځ تر بلې دغه نوم نور هم خوښ شو.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ز کال کې هم محمد د برتانیې په ماشومانو تر ټولو زیات ايښودل شوی نوم و، او په ۲۰۱۵ز کال کې بیا عمر، علي او ابراهیم نومونه هم د سر ۱۰۰ نومونو فهرست ته شامل شوي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.