نادري ناولده

سهار مهال ډېری وګړي رښتیا وايي

که له چا څخه د رښتیا اورېدلو او ویلو تمه لرئ؛ نو مه یې هېروئ چې تر ټولو غوره وخت یې سهار دی.
که دا انګېرئ چې له تاسو سره په کور ، کارځي، سفر،ښار، ښوونځي ،اداره او یا بل چېرته هر مخامخ کېدونکی بني آدم به په هره خبره کې رښتینی وي او رښتیا به درته وايي؛ نو تېروتي یاست.

ځکه د اشرف المخلوقات – انسان- جوړښت همداسې دی.
 که مو رښتیا ته ډېره تلوسه وه؛ګهیځ مهال یې د اورېدلو ښه فرصت دی.
په امریکا کې یوې نوې ترسره شوې څېړنه ښيي چې د نړۍ ډېری وګړي د ورځې په پيل یعني سهار مهال اکثراً رښتیا وايي.
څېړنه وايي، دا چې غرمه شي، نو طبعاً انسان ستړی شوی وي، دلته ده چې د انسان د چم و چلبازۍ حس را پاریږي، نو بیا د خبرو په ترڅ کې له دروغو ویلو ډډه نکوي او په همدې وخت کې له ضمیر سره په جګړه بوخت شي او  له ورایه به په هره خبره کې ترې اوري : وروره، زه دروغ هېڅکله نه وایم!،  باور وکړه! او داسي نور….
څېړنه په پای کې وايي چې د ستړیا او درواغو ترمنځ نه شلېدونکي اړیکې دي .
 لنډه دا چې ، سهار وختي چې هم هوا تازه وي او هم انسان د ورځې پیل کوي، نو د رښتیا ویلو او اوریدلو شونتیاوي زښته ډېري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x