کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / نفاق؛ د ملي وحدت د حکومت بله ډالۍ

نفاق؛ د ملي وحدت د حکومت بله ډالۍ

سرنوشت ورځپاڼه

یو ځل بیا په بې ساري ډول په کابل او ځینو ولایتونو کې هغو هڅو زور اخیستی چې بنسټ یې قومي، ژبنی او سیمه ییز تعصب دی، په کابل کې اوس له غونډو او لاریونونو د تعصب او نفاق بوی راځي، په همدې لړ کې ځینو کسانو د حبیب الله کلکاني او ملګرو په نوم یې ځیني تابوتونه جوړ کړل او یو ځل بیا یې تر خاورو لاندې کړل.

دغه حرکت له سره تر پایه یو قومي حرکت و چې له تعصب، تنګ نظرۍ او له نورو څخه له کرکې یې سرچینه اخیستې وه، دوی د یو داسې چا د بیا خښولو چیغې وهلې چې تاریخ یې موږ ته د یو غله، ډاکو، قاتل او د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ د دښمن په توګه را پېژني، په دې اړه تاریخونه ټول یوه خوله دي او د افغانستان د ټولو قومونو تاریخ لیکونکو په دې تړاو یو ډول نظر څرګند کړی دی، یوازې افغانستان کې نه، بلکې په نړیواله کچه تاریخ لیکونکي او پوهان هم هغه د یو ظالم، ډاکو او د علم او پرمختګ د دښمن واکمن په توګه یادوي، له همدې امله دا یو ړوند له تعصبه ډک حرکت و چې د نفاق اور ته یې لمن ووهله.

د ملي وحدت د حکومت له راتګ سره سم د نفاق، قومي او ژبنیو اختلافاتو او تعصب اور ته په منظم ډول لمن وهل شوې ده، یوازې د (بچه سقاو) د بیا خښولو خبره نه ده، بلکې ګڼ نور داسې مسایل دي چې له مخې یې نفاق زیاتېږي او د افغانستان وروڼه قومونه له یو بل سره د اختلاف او جګړې پر پوله دروي. لومړی خپله د دغه حکومت وېش پر قومي اساس وشو او بیا هر ټېم پر قومي اساس څوکۍ ووېشلې. د دغه حکومت بل ګام د برېښنايي پېژندپاڼو په برخه کې و چې پراخ قومي اختلاف ته یې لمن ووهله؛ دا لانجه لا هم نه ده حل شوې او د حکومت مشران هم په خپل قوم کې د ملاتړ لپاره له دې وسیلې کار اخلي. دغه راز د برېښنا د هغه مزي د راغځولو مسئله هم پر یوه قومي مسئله بدله شوې چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان څو ولایتونو ته لېږدوي. دا چاره هم د برېښنايي پېژندپاڼو په شان همداسې لانجمنه پاتې ده چې د افغانستان د خلکو تر منځ د اختلافاتو لامل کېږي.

د ملي وحدت په نوم حکومت د خپل کار له پیل سره سم خلکو ته قومي، ژبنۍ او سیمه ییزه روحیه ورکړې ده، د ملي وحدت حکومت ملي نفاق رامنځته کړی دی. یوازې یوه مسئله نه ده، د دوی کړنې ټولې داسې دي چې د خلکو د یو ځای کولو پر ځای د خلکو له بېلولو او لرې کولو سره مرسته کوي. دغه حکومت د نورو ستونزو تر څنګ خلکو ته نفاق او اختلاف هم ډالۍ کړي دي، له همدې امله ۸۰ کاله پخوا د مړو شوو کسانو جسدونه را ایستل کېږي او بیا تر خاورو لاندې کېږي، قومي لاریونونه کېږي او په تذکره کې د افغان له لیکلو سره مخالفت کېږي.

د ملي وحدت حکومت د افغانستان خلکو ته پر یو عذاب بدل شوی چې نه یوازې خدمت نه شي کولی، بلکې خلکو ته نوي ستونزې زېږوي، که په افغانستان کې یو مرکزي، په رښتیني معنا ملي او سم حکومت وای، نه غله اتلان کېدای او نه به چا له افغان او افغانیت سره ستونزه درلوده.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ