کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو د پکتیکا اومنه ولسوالۍ نېولې

طالبانو د پکتیکا اومنه ولسوالۍ نېولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د پکتیا جانیخیل ولسوالۍ لا هم د طالبانو په لاس کې ده، نن سهار د پنځه ورځې پرلپسې جګړې وروسته د پکتیکا اومنه ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

یوې امنیتي سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې اومنه ولسوالۍ د تېرو پنځو ورځو راهېسې محاصره وه.

هغه زیاته کړې چې ملي اردو او ځانګړې قاطعه د یادې ولسوالۍ تر ناوې سیمې پورې راغلي خو نور مخکې نشو تللی او بیا یې نورو ځواکونو ته امر وکړ چې تاکتیکي شاتګ وکړي.

نوموړي ویلي چې نور ځواکونو تاکتيکي شا تګ وکړ او اوس مهال ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره ده.

سرچينې زیاته کړې چې «طالبانو په لارو کې ماينونه ايښي وو، نو عسکر په فرعې لارو له ولسوالۍ وتلي دي، رينجر موټرې او نور وسايل هم طالبانو ته پاتې دي.»

د ولايتي شورا د تېرو ټاکنو نوماند او د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي باور خان هم پژواک ته د یادې ولسوالۍ سقوط تایید کړی دی. هغه ویلي چې د ولسوالۍ څخه ټول عسکر وتلي او اوس هر څه د طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اومنې ولسوالۍ نېول تایید کړي دي. هغه د یوې خبرپاڼې په رالېږلو سره چې یوه کاپي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې ویلي چې د اومنه ولسوالۍ یې د تېرو څلور ورځو راهیسې محاصره کړې وه او تېره شپه ترې دولتي ځواکونه «وتښتېدل» او ولسوالۍ د دوی په کنترول کې راغله.

هغه زیاته کړې چې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، ټول دولتي تاسیسات او د ولسوالۍ شپږ امنیتي پوستې د دوی په لاس کې ي.

د مجاهد په وینا د اومنې ولسوالۍ د نېونې پر مهال یې ۴ ملګري وژل شوي او۵ نور ټپیان شوي دي. هغه د ۲۱ عسکرو د وژنې او ۱۶ نورو د ټپي کېدنې ادعا کړې ده.

طالبانو د اومنې ولسوالۍ د نېول کېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې څو ورځې وړاندې یې د پکتیا جاني خیل ولسوالۍ ونېوله او تر دې دمه يې تر لاس لاندې ده.

د جانیخیلو ولسوالۍ د بېرته نېولو لپاره دولتي قطار چې ویل کیږي تر سلو ډیر ټانګونه او موټر په کې دي، د څمکینو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بند پاتې دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ