نړۍ

د سعودي د پاچا ملک عبدالله د مړینې اوازې

یو شمیر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ مشر ملک عبدالله بن عبدالعزیز د ابد لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړي. د سعودي چارواکي د نوموړي خراب صحي وضعیت مني خو د مړینې تصدیق یې تراوسه نه دی کړی.

خو دغه رسنیو د ملک فیصل په روغتون کې د سرچینو له قوله ویلي چې سعودي چارواکو د نوموړي د مړینې اعلان تر هغه ځنډولی چې د تکفین او جنازې لپاره ابتدايي ترتیبات بشپړ شي.

ملک عبدالله تیره اونۍ یوناڅاپه سخت مریض شو او ویل شوي چې تر وروستۍ شیبې د بې هوښۍ په حال کې وه.

ملک عبد الله بن عبدالعزیز په ۱۹۲۴م کال د ریاض په ښار کې زیږیدلی او سعودي د شاهي کورنۍ شپږم پاچا ګڼل کیږي.

تیره اونۍ یوې فرانسوۍ ویب پاڼې (إيجالتيه إي ريكونسيلياسيو) د ملک عبدالله د روغتیا په اړه اندیښنه ښوولې وه او زیاته کړې یې وه چې د نوموړي روغتیايي حالت تر دې حده خراب دی چې ممکن په مړینه یې تمام شي.

یادې ویب پاڼې د ملک عبدالله له مرګ وروسته په سعودي کې د داخلي جګړې د رامینځ ته کیدلو انديښنه هم ښکاره کړې وه، او په باور یې په دې سره به په سیمه کې د سعودي عربستان سوله او ثبات له ګواښ سره مخامخ شي.

ویب پاڼې لیکلي چې تمه کیږي له ملک عبدالله وروسته به امیر سلمان بن عبدالعزیز د نوموړي ځای ناستی وټاکل شي، او په سولییزه توګه نوموړي ته د قدرت انتقال به له دریوو ننګونو سره مخامخ وي. لومړی دا چې امنیتي او پوځي ځواکونه د امیر سلمان مشري نه مني، دوهم دا چې د ملک عبدالله زامن او لمسیان به د امیر سلمان د ټاکل کیدلو په اعتراض کې له زور څخه کار واخلي. او دریم دا چې د نوي ولیعهد ټاکل به ډیر ستونزمن وي، ځکه چې اوسني ولیعهدان هر یو امیر نایف او امیر سلمان، هم د ملک عبدالله لخوا په زور تحمیل شوي وه حال دا چې د شاهي کورنۍ پاتې غړي ورسره مخالف وه.

باید وویل شي چې په یادو ستونزو سربیره، د سعودي شاهي کورنۍ له نورو ننګونو سره هم مخامخ ده، په سعودي کې غربت ورځ تر بلې زیاتیږي په داسې حال کې چې شاهي کورنۍ په ملیاردونو ډالر په سیمه کې د غیر مشروعو حکومتونو په ملاتړ لګوي.

د کتونکو په اند دا ټول هغه څه دي چې د سعودي ولس زړونه یې شاهي کورنۍ ته له کرکې او نفرت ډک کړي، او د داسې یو فرصت انتظار باسي چې د ابد لپاره د شاهي کورنۍ له جغ خپل ځانونه آزاد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دا څلور پنځه زمریان!!!! داسی ایسی لکه تر اوسه چه مړانی نه وی وهلی.توبه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x