کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د ډاكتر خليلزاد «استازى» دامريكا سياست يو روښانه تصوير
ليکوال: محمد زبير شفيقي

د ډاكتر خليلزاد «استازى» دامريكا سياست يو روښانه تصوير

 محمد زبير شفيقي

زموږ هېواد نږدې څلور لسيزې په جګړو او بحران كې تېروي، په دې موده كې پخوانى شوروى اتحاد وشړېد اوامريكا د نړۍ د يكه تاز ځواك په توګه را پورته شو. زموږ دهېواد په بحران او جګړو كې د امريكا په شمول ډېر لوى او وړوكي ځواكونه ښكېل دي، خو وروستي ۱۶ كلونه زموږ په هېواد كې لوبه د امريكا د ځواك پر محور راڅرخي.

په دې موده كې د امريكايي او نورو بهرنيو هېوادونو زياترو هغو چارواكيو چې په كابل كې يې دنده تر سره كړې خپل يادښتونه ليكلي دي، دوى په افغانستان كې د ډېرو پټو خبرو نه پرده پورته كړې او دغه ټول آثار چې تر اوسه خپاره شوي دي هر يو خپل ځانګړى ارزښـت لري، امريكايي دپلومات جمز دابنز  په افغانستان كې د حكومت جوړونې بهير چې ډېر تمركز يې د بن پر خبرو او پريكړو دى خپور كړ چې ښه هر كلى يې وشو.

د ناروې د پخواني دپلومات او په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي اسازي كاى آيده يادښتونه ( په افغانستان كې د واك پر سر شخړه) بل مهم اثر دى چې د هېواد د ډېرو حساسو وختونو جريانات پكې راوړل شوي دي. همدغسې د امريكايي پوځى جنرالانو او جګپوړيو چارواكيو، رابرت ګېټس تومي فرانك او نور اثار هم هر يو خپل ارزښت لري.

خو په دې لړ كې د افغان توكمه ډاكټر زلمي خليلزاد اثر بيا زياتې ځانګړتياوې لري چې د (استازي) په نامه له انګليسي چاپ وروسته په پښتو وژباړل شو او د اكسوس كتابپلورنځي له لوري چاپ شو.

دغه اثر تر اوسه په پښتو آثارو كې يو نوى ريكارډ ټينګ كړ چې لومړى چاپ يې په يوه اونۍ كې ختم شو او اوس تر يوې نيمې مياشتې په لږ موده كې دريم ځل چاپيږي.

دغه ياد آثار ټول چې د امريكايي او لويديزو سياسيونو له لوري ليكل شوي د امريكا( لويديز) د ګټو له عينكو د افغانستان او سيمې پر جرياناتو بحث كوي، او د ا طبيعي هم ده، خو په ځينو كې يې د افغان ولس مظلوميت ته هم پام شوى او ډېر په زغرده د لويديز او امريكا غلطيو ته ګوته نيول شوې ده،

په دې لړ كې د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس، د يوناما پخواني مشر كاى آيده او خليلزاد په آثارو كې مشترك ټكي ډېر دي، يو يې دا چې دوى د امريكا او پخواني افغان ولسمشر حامد كرزي تر منځ د اختلافاتو په اړه دا اعتراف كړى چى كرزى په دې برخه كې پر حقه ؤ.

د شپې چاپې، ړندې بمبارۍ او د ملكي مرګ ژوبلې او بنديانو په اړه د كرزي اعتراض پر ځاى ؤ. ډېره عجيبه ده چې د دومره مهمو چارواكيو پر اعتراف سر بېره نه يوازې دغه ستونزه حل نه شوه بلكې تر ننه هماغه وحشتونه دوام لري. پردې سر بېره پخوانى ولسمشر حامد كرزى اوس هم په ځينو پرديپالو رسنيو او سياسي كړيو كې پردې ملامت بلل كيږي چې له امريكا سر يې ولې اړيكې خرابې كړې!

په لوبه كې شامل او مطرح لوري اعتراف كوي چې امريكا غلطي كړې، خو چې پرضمير يې د بې هوسۍ او غلامۍ خاورې ور اوښتې هغوى اوس هم د امريكا له وحشتونو سترګې پټوي.

په هر صورت راځم د ډاكتر خليلزاد (استازي) اثر ته، په دې يادښتونو كې لومړى څپركى خليلزاد خپل وړكتوب او هويت را پيژني، چې په بلخ كې زيږيدلى، په مزار او كابل كې يې ښوونځى لوستى، او بيا په يوه تعليمي بورس د بيروت امريكايي پوهنتون په تللى او… وروسته يې يوه برخه د افغانستان په بحراني كلونو كې د خپل ماموريت ( سفير او د امريكا د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ) جريانات راوړي چې په زړه پورې او تر ډېره حده په ريالستيكه بڼه ليكل شوى دي، ليكوال په ريښتينې معنا د يوه لوړ استعداد او پوهي خاوند دى چى ددې اثر هره كرښه پرې ګواه ده، په دې برخه كې خليلزاد يو افغان دى او پرې وياړي هم. ورپسې په عراق كې د ده د رسمي ماموريت كلونه دي او بيا په هغو پسې په ملګرو ملتونو  كې د امريكا د دايمي استازي په توګه خليلزاد خپل يادونه اوفعاليتونه خوندې كړي دي. په وروستي شپږ ويشتم فصل كې خليلزاد (له ګوا ښه ډګه نړۍ) تر عنوان لاندي د نړۍ پر راتلونكې غږېدلى چى په دې فصل كې نوموړي د يوه بااعتباره او باتجربه دپلومات په توګه په آسيا په ځانګړې توګه په لرې ختيځ، منځني ختيځ اومنڅنۍ آسيا كې د امريكا د راتلونكې تګلارې او ستراتيژۍ په اړه خپل نظريات او مشورې وركړې، دي.

په ټوله كې په استازي اثر كې چې كوم جريان ياد شوى، خليلزاد پكې د نظام جوړوونكي او امريكا پكې د نړۍ د واكمن ځواك په حيث ښكاري. كه خبره په افغانستان كې ده او كه په عراق كې بېلابېل ګروپونه، د هغوى قومي او سياسي مشران، دهغوى چارواكي ټول چې ياد شوي داسې ښكاري چې په يو ډول د امريكا مامورين دي، يا دې ته اړ دي چې د  امريكا له كښل شوې نقشې سره سم ګام واخلي، دغه نقشه هم داسې نه ده چې افغانستان او عراق او يا دا نور هېوادونه دې پكې د خپلواكو هيوادونو حيثيت ولري.

كه څه هم دغه هېوادونه په بحران كې دي او د امريكا ظاهرى هڅه له بحرانه د هغوى د وتلو لپاره ده، خو دوې پوښتنې پكې د هر لوستونكي په ذهن كې را پورته كيږي.

لومړى- په افغانستان كې هغه غلطۍ ولې تر ننه تكراريږي چې ډاكتر خليلزاد يې د امريكا او پخواني ولسمشر تر منځ د واټن سبب بولي او اعتراف كوي چې كرزى د ولسمشر په توګه په حقه ؤ چې د امريكا پر تګلارو اعتراض وكړي.  كه كرزى پر حقه ؤ بيا خو د توطيې تيوري هم واقعيت شوه، ځكه چې كرزى اوس په واك كې نه دى خو د امريكا وحشتونه دوام لري.

دوهم- په عراق كې د صدام حسين د واكمنۍ او اوسنۍ انارشۍ  او وحشت تر منځ پر توپير ټول بشريت اعتراف كوي، ولې په يوه دروغ  ادعا د عراق مسلط حكومت را نسكور شو او هغه هېواد د ټوټه كېدو پر پوله ودرول شو؟ بشري حقونه اوس زيات تر پښو لاندې شول كه هغه مهال؟ صدام ډېر جنايتونه وكړل او كه اوس په عراق كې ډېر جنايات روان دي؟

د وروستي ټكي په توګه د (استازي) اثر وروستي څپركي كې ډاكتر خليلزاد د تيوريسن په توګه امريكا ته مشوره وركوي چې امريكا په آسيا كې د نظم او قانون د ساتنې لپاره بايد پاتې شي، امريكا بايد چين او روسيه را كنترول كړي، ځكه خو د چين او روسيې په جنوب كې خپل حضور وساتي او ….. ډاكتر خليلزاد په خپل دغه اثر كې په تېره په وروستي څپركي كې داسې ښيي چې كه آسيا ده او كه افريقا او يا اروپا دا ټول د امريكا ملكيتونه دي. امريكا  يې بايد راتلونكې وټاكي، په دې بحث كې لوستونكى هېڅ دا احساس نه كوي چې زلمى خليلزاد د خپلواكو هېوادونو اوله امريكا نه د زرګونو كيلومتره لرې هيوادونو د برخليك په اړه خبره كوي، زما په باور دغه اثر د امريكا د روانو او راتلونكيو سياستونو يو روښانه تصوير دى، پر ښه او بد يې دې لوستونكي پخپله قضاوت وكړي.

په پاې كې د اكسوس كتابپلورنځي له درنو مسوولينو مننه چې زموږ ځوان پاړكي ته ډېر ګټور آثار وړاندې كوي او د اذهانو په روڼولو كې خپل رغنده رول تر سره كوي.

له ويسا ورځپاڼې نه په مننه 


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

8 تبصرې

  1. شفیقي صیب افغانان له اصله ساده خلک دي په افسانو باور لري او ړانده پسې روان وي چې وروستی ساری یې ددوهم متفکر استخباراتي اوازې او استخباراتي پروپاګنده دغني امریکایې اجنټ لپاره وه ، چې ټول پښتانه افغانان برې راټول شول او لاسونه یې پرې وخړپول او هورا هورا نارې یې وهلې !

    او س خلیل زاد ته : خلیل زاد يو بې وسه اجنټ هم په عراق او هم په افغانستان کې تېر شوی ، هغه هيڅ نشي کولی چې دخپل وخت رازونه افشا کړي که یې وکړي یا به د cia له خوا وژل کیږي او يا به بندي کيږي !
    اوس دې ته راځم چې خلیلزاد په خپل افغانيت وياړي :
    نو زه وایم چې تف لانت پر داسې فاسد چې داشغالګرې قوې سفير وي خو دهېواد ښځې ،نر، واړه او زاړه یې ددې ملک دعسکرې اشغالګرې قوې له لوري بې ګناه وژل کېږي او انساني کرامت یې له منځه ځي او هم یې ټول ملک اشغال کړی وي !!ا
    ا جنټ ، اجنټ وي که کرزی ، که غني که خلیلزاد او که نو ر دمجاهدینو په تش نامه !
    سادګي به نوره پرېږدو !!!

  2. یاره پتنګ صاحب خوند دې په کړی عجبه ښایسته تبصره مو ورباندې لیکلې ده
    زده درته یو نغد چغد آفرین درکوم په توان د څلورو

  3. الحاج استاذ بیانزی

    زه هم د پتنګ صاحب د خبرو په تایید د شفیقی صاحب د لیکنی به اړه چه د خلیل زاد د ( استازی ) په نوم د کتاب ارزونی په اړه یی لیکلی ، یو څه ور زیات کړم او هغه دا چه :
    لمړی ، نړی له متعددو هیوادو ، د غریبو او سرمایدارو دوه هیوادو ویشل شوی او د هغه دوه هیوادو غړی خپل منځ کی جغرافیاوی ځانګړی پولی نه لری ، یعنی غریب او ماړه هر چیری د مړو د خدمت او ساتنی د پاره د هغوی په سیوری کی نیم مړه او نیم ژوندی په داسی دول ژوند تیروی چه دوی هیڅ نه لری حتی عزت او عفت هم نه لری . د ژوند هدف یی د سرمایدارو د کارخانو او د هغوی د استعمار او استثمار د پاره قربانی ورکوی . د پخوانو هیوادو نومونه صرف د یوی سیمی د پيژندلو په خاطر پاتی دی لکه یو ښار کی چه هر سړک نوم لری . نو خلیل زاد د دغه دوه هیوادو له ډلی د سرماید ارانو په هیواد کی غړیتوب لری او یا د سرمایدارانو ( نړیوال یهودی استعمار ) باوری شخص دی ، د افغانستان او عراق اشغالول د ده دابتکاراتو برخه وه ځکه یی په دواړه هیوادو او ملګرو ملتو کی سفیر وټاکلو چه د هغه د ابتکاراتو بیه یی ور ادا کړی وی .
    دوهم : لکه هر شی چه زړښت لری ، د نړی دغه مجموعی ژوند هم د زړښت حتی د ځنګدن حالت ته نزدی شوی او ددی زړښت تر ټولو ډیر عمده عامل خپل انسان دی ، الله ج د هری کړنی د پاره د هغه کړنی عوامل ټاکلی وی مثلا د باران د کولو د پاره د هوا شرایط په هماغه ډول برابروی چه باران وشی ، د همدی د مجموعی ژوند د زړښت د پاره حرص په انسانی فطرت کی اخښل شوی وو جه د وخت په تیریدو سره هغه حرص وده کوله چه په دی اواخرو کی د خپلی ودی اخری پړاو ته رسیدلی ، دغو خریصو د مالکیت او شریعت د تر لاسه کولو د پاره ډیر کار کړی د نړیوالو د پاره یی د دموکراسی په نوم نړیوال دین او نړیوال نظام رامنځته کړی د دغه دموکراسی په مخالف اړخ کی چه څه قرار لری هغه د اسلام نړیوال دین او نړیوال اسلامی نظام دی د هغه د منځه وړولو د پاره یی تر اوسه په اسلامی نړی کی ډير کار کړی د مسلمانانو سیاسی قدرت یی تر لاسه کړی اوس د مسلمانانو د خلکو تر منځ د سیاسی فعالانو پسی د تروریزم په نامه جارو وهی د دغه د ندی د سرته رسولو د پاره یی د هماغه سیمو په ځينو پلورل شوو (چه د دموکراسی په کومو ایزمونو یی ورله زړونه او مغزونه پریمنځلی ،) سرمایه ګذاری کړی ، د هماغه ټولنو د ویشلو د پاره یی کار کړی او هماغه غلامان یی پکی چارواکی کړی او هغه چارواکی بیا نور او نور مستخدمین لری .
    رسنۍ ، پیسی ، وسلی او وسیلی د هغوی په واک کی دی حتی ځینی تش په نامه اسلامی علما او د جهاد ټیکه داران چه د سوړ جنګ په موقع یی په بیه زانیولی وو د څو میلونو شهیدانو د ګرمو وینو سپیڅلی جهاد یی په سوړ جنګ ونومولو یعنی د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو . ځکه سوړ جنګ وو چه د امریکایانو د وینو په ځای پکی د سړو وینو افغانان ووژل شول او له هغه روسی کمونستانو چه د اسمان ستورو ته یی پناه وړله په زمکه کی وژغورل شول او د زمکی یواځنی سوپر پاور او لویه بلا جوړه شوه .
    خپل هدف ( د نړیوالی خدایی دعوی ) ته د رسیدلیو د پاره له زر زور او تزویر څخه کار اخلی ، د دی کار د پاره په ډیره منظمه او مسلکی ټوګه له مسلکی خلکو (چه د شیطانی زده کړو ښکته کچه یی پی اچ ډی ده ) لکه خلیلزاد ، اشرف غنی او داسی نورو کار اخلی په مالی بی شمیره پیرزونو سربیره لوړ لوړ مقامات او صلاحیتونه ورکوی له خرو او غویانو سیاستمداران او سرمایداران جوړوی .
    هغه غلامان ورته مخالفین وژنی ، بدناموی او مظلوم ولسونه ورله استثماروی او غلاموی او دوی د هغو هیوادو زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ کوی او د دی د پاره چه د مقاومت کچه یی راښکته کړی او د خلکو پام یی بلی خواته ته اړولی وی د زمکی څخه یی نشه توکو د تولید او جوړولو د پاره کار اخلی لکه د یوی شمیرنی له مخی زمونږ هیواد کم وزیاد څلور میلونه په نشه توکو روږد شوی لری چه زیات یی ځوانان دی یعنی زمونږ د هیواد په هر و لسو کسانو کی یو کس په نشه توکو روږد دی . دا د انګریزانو د غلامی اوسنی خربه نه ده له دی حربی یی په چین او هند کی هم استفاده کوله چه له امله یی چیناییانو دهانګانګ سیمه د سلو کلو د پاره له لاسه ورکړه

  4. الحاج استاذ بیانزی

    د شفیقی صاحب ، هدف د خلیل زاد د استازی په شیطانی کتاب ارزونه وه ، او به څنګ کی یی مونږ ته د کرزی غلام شیطان په اواخرو کی د هغه څخه د یو ِغلام په ځای اتل جوړونه او د امریکایانو سره قلابی سرجنګونه تمثیل کړی او هغه هم د خلیل زاد په واسطه ، یعنی خلیل زاد د کرزی دمخالفت هم ستاینه کوی مګر دا چه اشغالګر د خلیل زاد خدایان دی وایی چه باید د امریکا سره یی مخالفت نه وی کړی یعنی مخالفت یی باید په سولیز ډول تر سره کړی وی یعنی د خپل بادار په مقابل کی یی ګوتڅندنه نه وی کړی چه زه مو د غلامی هغه ټړون نه لاس لیک کوم ډ کوم د پاره (چه یی دوه کاله مخکی د خپلی میرمن له تودی غیږی راپوته کړی شو میکپ یی هم نه وو کړی )باداران یی ورته په ګلخانی ماڼی کی منتظر وو او دوهم ځل دغلامی تړون چه اصلا د ع او غ د پاره په نظر کی نیول شوی وو ، همدی کرزی ورته خال خال د ډالرو په زور خپلوان او دوستان راټول کړی وو هغوی تاییدو او کرزی یی له لاس لیکولو ځان ساتلو اصلا هغه د کرزی نه دغنی د غلامی تړون وو مګر په دغه کار له یوی خوا له کرزی اتل جوړونه او د غنی د غلامی شهرت زیاتول وو چه غنی د کار په لمړی ورځ بی له ځنډه لاسلیک کړو دا هماغه تړون وو چه کرزی نیمه شپه لاسلیک کړی وو .
    هغه د غلامی تړونونه چه درجن درجن لاسلیک شوی ، هغو تړونو د غلامی د پاره د زیربنا حیثیت درلود دغه تړونونه خلیل زاد هم لاسلیک کړی اوس چه خلیل زاد څه لیکی دای روبنایی پروژی دی یعنی د هغه زیربنایی بنستونو په سر روبنایی ودانی جوړوی ، یعنی خلیل زاد یی لوی ارکیټکچر ( طراح ) یا لوی شیطان دی هغه د نورو غلامو شیطانانو استاذ دی باداران د هغه غلام په خوله هم د خپلو نورو غلامانو د کړنو ستاینه یا غندنه کوی او هم د هغه په واسطه ورته روزنه ورکول کیږی ،
    یادونه :
    دا چه زه له لیکنو تر یو نا معلوم وخته منع شوی یم د زړه خوالی په تبصرو کی درسره شریکوم الله ج دی وکړی چه له دی می منع نه کړی نو ځ:ه می تبصری ډیری او اوږدی وی مننه

  5. محمد نعیم سادات

    اشرف غنی د امریکا د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټ ګوند ملاتړ له ځانه سره لری او کرزی او خلیلزاد بیا د جمهوریت غوښتونکو خلګ دی . چی دا د امریکا په منځکی د اختلاقاتو هغه لړی دی چی دوی یو پر بل ګذارونه کوی . کرزی له امریکا سره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اختلاف نلری بلکی د کرزی اختلاف د امریکا د ‌‌‌‌‌‌ډیموکرات ګوند سره ده او په همدی خاطر کرزی د امریکا ضد شعارونه ورکوی ځکه چی هلته اوس ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټان په قدرت کی دی . خو که چیری امریکا کی بیا جمهوریت غوښتونکی قدرت ته راغلل نو بیا به د خلیل زاد او کرزی ته قدرت ورکړی او بیا به د کرزی او امریکا مینه او محبت هغه د پخوا په شان کله چی بوش د امریکا جمهور ریس وو وی . هغه وخت به بیا کرزی د طالبانو په مقابل کی کلک دریځ نیسی او بیا به وایی [ چی طالبات باید محوه شی یعنی له منځه یوړل شی ] چی د بوش د قدرت په وخت کی دا د همدی ګروپ اساسی شعار وو . دوی ویل چی طالبان بلکل پاکستانیان دی ، طالبان هیڅ د افغانستان سره کوم تړاوو نلری او باید له منځه یوړل شی حتی کرزی د طالبانو د حاکمیت په وخت کی دا ویل چی اففانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی . په اصل کی په عمیقه ستراتیژی کی کرزی او دده اړوندی کړی د امریکا او جمهوریت غوښتونکو ګټوته دومره ژمن ندی ددوی ای‌‌‌‌‌‌ډیالوژیک او میتافیزیکی باداران په ایران کی دی او ددوی دنده داده چی پښتانه چی د ایران په مقابل کی د دریدو یو توان لرونکی قوم حسابیږی د ایران او په ایران کی د هغو یهودی کړیو په ګټه استعمال کړی د کومو اساس چی د یهودی تصوف [ قبالی ] څخه اخستل کیږی . په اوس وخت کی د ایران د همدی قبالیستانو د امریکا د جمهوریت غوښتونکو او روسیی د پوتین خیلو ګټی په یوه لاره سره برابری شوی او دوی له ګ‌‌‌‌‌‌ډ دریځه عمل کوی . زموږ خلګ د نړی په سیاستونو خبر ندی او د نوموړو ګروپونو د دسیسو او چالونو ښکار کیږی

  6. محمد نعیم سادات

    او مهمه خبره داده چی د امریکا له ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټانو سره د کرزی د اختلاف اساسی عامل د طالبانو په مقابل کی د ‌‌‌‌‌‌ډیموکرټانو يو څه اندازه نرم دریځ دی چی ‌‌‌‌‌‌ډیموکراتانو نسبت جمهوری غوښتونکو ته د طالبانو په مقابل کی نیولی . د طالبانو په مقابل کی د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټانو نظر داسی دی چی دوی وایی چی موږ له طالبانو سره جوړیدای شو طالبان باید زموږ شرطونه ومنی او زموږ ګټی باید خوندی وساتی خو جمهوریت غوښتونکی بیا داسی نظر لری چی د طالبانو هر ممکن حالت کی شتون د غرب د مدنیت لپاره یو خطر دی او دا خطر باید په هر صورت کی له منځه یوړل شی

  7. محمد نعیم سادات

    یعنی دلته مطلب دادی چی د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټان طالبانو ته د یوه عقیدوی دښمن په سترګه نه ګوری بلکی ددوی دښمنی له طالبانو سره اقتصادی او سیاسی ده خو جمهوریت غوښتونکی چی ځان د غرب د مدنیت ساتونکی ګڼی طالبانو ته د یوه عقیدوی دښمن په سترګه ګوری

  8. الحاج استاذ بیانزی

    سادات صاحب ، د امریکا پلان ګذاری او تصامیم نیول د یو نا لیدلی نړیوال قدرت په واک کی دی چه پایتخت یی اسراییل ، سیاسی فعالیتونه یی په برطانیا او نظامیان یی په امریکا کی دی پاتی غړی یی زیات په اروپا ، او یو شمیر په روس ، جین ، هند ، پاکستان ، او ځینی عربی هیوادو او حتی ایران او ترکیه کی دی مګر د غړو صلاحیتونه یی هم یو اندول نه لری . دا چه نظامی اړخ ی د امریکا په پنتاګون او سی ای ای پوری تړلی نړیوال اټکل کوی چه د نړی پایتخت به امریکا وی .
    د امریکا دننه هم چه دموکرات جوړ شوی د داخلی خزانو د ډکولو او جمهوریت غوښتونکی یی دخزانو تشولو د پاره یعنی کله چه خزانی ډکی شی پلانونه په لاس کی وی چه هغه خزانی د کوم هیواد په اشغال او یا د سی ای ای په نورو په ورته فعالیتونو کی خرڅ کړی . یعنی دموکرات او جمهوریت هغه دی چه ورته جوړ شوی پلانونه د عملی کولو د پاره ورکول کیږی که په هغه پلانوو کی څه ښکته پورته راځی هغه نالیدلی یعنی یهودی نړیوال استعمار بیا نوی تصامیم نیسی او یا له سره نوی پلانونه جوړوی .
    شک نشته چه د کابل غلامانو کی به د یوه ګوند د بل پرتله اړیکی توپیر ولری مګر اوږد مهاله یا ستراتيزک اهداف دوی نه شی بدلولی او د کابل غلامان خو له هغو اګاهی هم نه لری هغوی ته معاشونه او مقامونه ورکول شوی او ورکول کیږی او څه چه ورته ویل کیږی هغه وایی او هغه کوی د ولی حق نه لری .
    د نړیوال یهودی حریص استعمار زیربنایی اهداف اقتصادی ( استثمارول او غلامول ) دی مګر هغو اهدافو ته د رسیدلو د پاره په ټولو اړخونو کی لاسوهنی او هلی ځلی لری ، د استثمارولو د پاره دوی بی عدالتیو ته اړه لری چه حاکمیت ولری او د بی عدالتیو سره فساد ، جنګونه او هر اړخیزی فتنی او درغلنی ملتیا لری ، د دغه بی عدالتیو د زیږولو او خبرولو د پاره د اسلامی نظام مخنیوی کوی ، که اسلامی نظام پیاده کیږی د دوی جاله به سیند وړی ، اسلام د سولی نظام او دوی د استثمارولو د پاره جنګونو ته اړه لری ځکه د اسلام او اسلامی نظامی سره نه پخلا کیدونکی دشمنی لری او دا دشمنی اوس نه د هابیل او قابیل له وخت پيل شوی او د عیسی ع او د جال په جنګ به اخری ته رسیږی مننه