نظــر

د غلامی تړون

بسم الله الرحمن الرحیم
 د دوه کسانو ، د ښځی او میړه ،  د دوه بزنسونو ، هیوادونو او داسی نورو  تر منخ یو بل ته د څه کولو  او  څه ورکولو ته قرارداد ، معاهده  او یا  ټړون  وایی ، که دا کړنی یا ورکړی د خپلواکو اړخونو  له خوا په خپلواکه فضا کی ترسره کیږی  تړون یی هم د اعتبار او همیت وړ او  که یواړخ خپلواک او بل بلواک اړخ وی هغه د غلامی تړون دی دا ډول تړون نه یواځی د باور وړ نه دی  بلکه د اهمیت وړ هم نه وی یعنی کومه د پام وړ ځانګړی ګته هم نه لری .

کم وزیات دوه کاله کیدل چه  د افغاستان او امریکا ترمنځ د ( ستراتیژیک ، امنیتی او داسی نورو ) د  تړون تړون تړون چیغی وهل کیدی  ، کرزی بابا چه      (د غلامی په قهرمانی مسابقه  کی یی د سروزرو مدال تر لاسه کړی دی   ) د بادارانو په دستور او ښودنه نورو هیوادونو ته د ستراتیژیک تړون د پاره په  خپله ولاړ ، هر چیری یی دوه دری چه هند کی ورته د ویاړنی  افتخاری  دکتوری هم ورکړی شوه ،مګر دا ټولی هڅی ډرامی وی او صرف په دی خاطر وی  جه نړوال د افغانستان په  خپلواکی باوری کړی چه خپلواکی لری ، هر چیری  او دهر هیواد د حکومتی چارواکو سره تړونونه امضا کوی او هغه هم د نظامی تړون معاهده  ( پرون جولا شوی نن نچی  پټوی )  .

پخوا به خلکو ویل د خلکو په سترګو کی خاوری مه شینده ، ما ویل چه د خلکو په سترګو کی د خاورو شیندل به څرنګه وی  اوس راته په ډاګه شول .  په داسی یو هیواد کی چه د نړی د پرمخ تللو هیوادونو  شاوخوا  دوه سوه زره  فوځ  شتون لری زمکه یی د هغوی په ټانکونو او ټوبونو پټه او هوا یی د هغو په الوتکو ، بمونو او مرمیو ډکه ، په هر ولایت کی یی لوی  او پیاوړی نظامی بیسونه پراته  وی ، هر هغه وسله ،  د بین لمللی قوانینو په خلاف وسلی پکی  کارول کیږی د یورانیمو ویسټ ( اضافګی ) چه په بمونو کی ګډ شوی د پاسپورس اونورو کیمیاوی او بیا لوژیکی وسلو په شمول پکی تری کار اخلی .

 د امریکا په مشری ۴۸ ملکونه نه یواځی پکی  نظامی حضور بلکه نظامی عملیات کوی ، زمونږ ګران هیواد د نړی د هر ډول وسلو د کارولو او د خلکو د وژنو لابراتوار دی خبلو عسکرو ته د خلکو په وژنه کی روزنه ورکوی چه په وحشت ، ظلم او بی ګناه وژنو کی یی سترګی پخی او رحم یی له زړه لیری بیضمیره او بی وجدانه  شی ، افغانی پاکی میرمنی په امن او نا امنو دواړو  سیمو کی بی عفته او بیعزته  حتی  د ماشومانو په شمول  قصدا ورسره  لواطت تر سره کویتر څو په ژوندینی مړه ګرځی . هره ورځ څو سوه کسان د بیلابیلو لیارو د شهادت جامونه چښی  ، په هره کوڅه او قصبه کی یی پت او ښکاره زندانونه دی او غیر انسانی او غیر حیوانی هر دول شکنچی پکی تر سره کیږی ، میدیا یی هم په واک کی چه تور سپين او سپین توروی.

  د داسی ملک ریس صاحب جمهور هند ته ځی چه ورسره نظامی تړون امضا کول   څه مفهوم لری ؟ یعنی هند به ستا د پاره راځی امریکا ، انګریزان ، چرمنیان او فراسویان به وباسی او لا به ستا د پاره د پاکستان اتومی طاقت سره جنګ کوی ستا پشتونستان به ازادوی او تا به دلته خوندی کوی  په داسی حال کی چه هند او پاکستان دواړه د انګریزانو غلامان  دی دا دکرزی صاحب یوه ارزونه او روزنه وه چه د ستراتیژی تړونونو د دستخطولو چل زده کړی او په دی کار شهرت پیدا کړی چه کرزی د یو خپلواک هیواد ریس جمهور دی . که وروته امریکا ورسره تړون لاسلیک کوی د یو خپلواک هیواد سره دا تړون لاسیلیک کیږی .

 په هر صورت  لکه دنورو په شان امریکا ته ولاړ شی د امریکا مشر ( اوباما صاحب )  ورته په نیمه شپه کی چه کرزی په خواږه خوب بیده دی  د شپی په دولسو بجو (  ټیک هماغه وخت چه په افغانستان یی یرغل کړی وو  او یا یی لا د عصامه رح  مړی په کوم بحر کی وغورځولو) تشریف راوړو  ، کرزی صاحب فکر کاوه چه زه به یواځی د ورځی غلام یم ، مګر بیچاره ته یی د شپی د غلامی عملی بڼه هم  وښودله کرزی صاحب  وایی ( صاحب الله ج دی شه راوله ما ویل زما دنده به یواځی د ورځی له خوا وی بیده ووم )   اوباما صاحب ورته وایی (غلامان شپه او ورځ نه لری تل د بادار د فرمان په انتظار بیده کیږی او ویښیږی)  د نظامی  تړونونو سره به اوس اشنا شوی یی دا هم داستخط کړه  دا چه څه پکی لیکلی تشویش مه کوی  د غلامانو کارد بادارانو په شان نه دی چه پوه شی ،دا چه هغه   تړون د افغانستان د غلامی او که د پشتونستان د غلامی تړون وو والله اعلم .

    غلامی که  شرم ، بی ننګی  او که مرګ وو په نیمه شپه کی وزغمل شوکرزی صاحب ته یی کورنی تسلی ورکوله مه خفه کیږه ټوله نړی غلامه ده مهمه داده چه جیب او خیټه دی ډکه او د نورو سره مو مادی سیالی برابره وی ( اوبه چه په سر واوړی څه یی یوه نیزه او څه یی دوه ) ټول خلک غلامان دی  جیب او خیټه خو می ډکه ده  په مړه خیټه مرګ ، مرګ نه دی  .

مونږ ویل  د غلامی کاغذ لاسلیک شو اوس خو به مو مادی لاسته راوړنی زیاتی او خلک خو به مو په خیټّه ماړه او په تن پټ شی له دی وروسته به مو امریکا  د پاکستان  له یرغلونو او وحشی حملو وژغوری  مګر کتل مو چه د امریکا په دستور د پاکستان حملی نوری هم زیاتی شوی ،  نور خو به مو د بی ګناه خلکو کورونه نه تالاشی  او نه ورانوی مګر له بده مرغه دغه څو ځله زیاتی او شدیدی شوی حتی کرزی صاحب ورته وایی له وردګو راووځی وایی ته غلام مونږ ته قومانده راکوی  ،   له دی وروسته به مو د میرمنو عفت  او عزت نه لوټ کیږی ولی برخلاف ددغه کار د پاره د کرزی د ټیم له خوا د ښځو د بی حیایی بزنسونه جوړ شول چه په هغو کی پاکی او نا پاکی د ډالرو او برچو په زور ځان پلورل ته اړ باسی  .هغه تړون لاسلیک کول  مونږ ته هم دا لاسته راوړنی او د  بی عزتیو پیغامونه  له ځان سره لرل .

  دا ځل د بل کوم لوی  پلان د لرلو  د خاطره د امنیتی نوم لاندی تړون په لاسلیک کولو بازار ګرم دی کله لا ورته تبلیغت کیږی چه  کرزی صاحب پکی څه ملحوظات لری د کرزی څخه هم غیر ارادی حقیقت  وویل شی ( چه له اول امینتی تړون مو څه تر لاسه کړل چه بل باندی کارو وکړو ) په هر صورت کرزی صاحب ته چه څه  ویل کیږی هغه کوی او په دغه کار کی یی  تجربه هم زیاته شوی ده  ، دا چه د امریکا ټول کارونه د ماسونیزم ( نړیوال ګوند) په واسطه چه اکثره یی یهودان دی اداره کیږی  اوس به یی هم کومه تاریخی نیټه په نظر کی نیولی وی چه دهغی تاریخی وخت مطابق د ا تړون هم لاس لیک کړی .

ټولو ته څرګنده ده ، چه کرزی له نړیوال استعمار له خوا په زوره په مونږ تپل شوی  د ده  د اداری دیوالونه به ترهغی ولاړ وی چه  د استعمار د زر ، زور و زیور ستنی ولاړی وی  د دوی له وتلو وروسته به نه  کرزی پاتی وی او نه به یی تړونونه د اعتبار وړ وی ( د غلام شاهدی د منلو نه ده تړون خو لویه خبره ده )   ملت تری مخکی له مخکی دده د ټول ټیم په شمول د افغانیت او اسلامیت  هویت اخستی  او دشمن یی بولی  . د استعمار هم دی ته ټکی ته  پام دی  ځکه یی مجبور کړو چه مشورتی جرګی په نوم څوک را ټول کړی چه  له یوی خوا د دی غلامی  لوی شرم  پړه د کرزی په غاړه پاتی نه شی  او دبلی خوا د امریکایانو د پاره  زمونږ د غلامی سند  په بین لمللی ټولنه کی د اعتبا ر وړ وګرځی  نو کرزی ته یی ددی مشورتی جرګی د دایرولو د پاره څه نوره بودیجه هم ومنله چه د مخکی په شان څه پلورل شوی بیا په بیه رانیسی او د ملت د نمایندګانو او مشرانو نوم پری کیږدی چه شمیر به یی دوه دری زرو ته رسیږی  او کابل ته به یی  یی د دی حیاتی پریکړی د پاره چه د افغانانو غلامی ده راولی  په یوه غشی به دوه هدفه په نښه شی چه هم به کرزی بابا د غلامی له شرم وژغورل شی او هم به امریکایانو ته هغه سند په نړیواله کچه د اعتبار وروګرځی .

په محکی تړون کی هم د ملت څو زره چه ټول  د همدی فاسدی او غلامی اداری د ماما او کاکا زامن ، خپل خپلوان ، دوستان  او د دیموکراسی پلوی ایزمیان وو  په بیه اخستی او کابل ته یی راوستی وو په تالار کی یی وویل شو چه ( امریکا نه غواړی د امنیتی ستونزو او سیمیزو هیوادونو د لاسو وهنو له امله د تړون محتویات به ډاګه کړو) هغه په ډالرو رانیول شوی مشورتی جرګی چه  ځان د پاره یی د اوړو پوزی ایښی وی یوه مخکی له مخکی جوړه شوی مسوده  خلکو ته واوروله  چه مونږ دغه وړاندیزونه  امریکا ته توصیه کوو که مونږ سره یی ومنی  ، د امریکا له خوا حتی دا هم ونه ویل شو چه ستاسی په توصیو به  څیړنه وکړو  بلاخره هماغه څه چه یی خوښه وه کرزی هم ونه لوستل په پتو سترګو یی ورباندی هر څه لاسلیک  کړل ، دا ځل به هم له عین تخنیک څخه کار اخلی  .

 اوس به راشو د دغه تړون د څرنګوالی په هکله  چه کرزی صاحب یی  ملت ته د د امنیتی تړون په نوم یادوی ، د امنیت تړون یعنی څه ؟؟؟؟ په هلکه به روښانیتا واچوو :
 که  نظامی امنیتی تړون د دوه خپلواکو هیوادونو تر منځ وی طبیعی ده چه د دوی یوه غوښتنه  به هم  دا وی چه یو په بل به یرغل او تجاوز نه کوی یو د بل ملی ګټو  ، ویاړنو او فرهنګ ته به درنښت لری  او بله  دا چه که په مونږ چا حمله کوله یو دبل مرستی ته به په ټول طاقت  ځان رسوو او یو دبل دشمن ته به دواړه دشمن وایو . او کله دا تړونونه  د راکړی ورکړی تړون وی ، چه یو به بل له دا او دا ورکوی او دا او دابه تری اخلی او ټول شرایط به یی پکی  په ګوته شوی وی .

    په دی تړون کی چه افغانستان هیڅ نه لری او امریکا هر څه لری ، یعنی ورکړه یواځی د امریکا له خوا ده که صادقانه وی د تقدیر وړ او خیرات دی  خیرات کی څوک له چاسره قرار داد نه لاسلیک کوی  ، تړون ته پکی د څه اړتیا ده څوک چه چاته خیرات ورکوی هغه تړون ته اړه نه لری  ، مګرد افغانستان دا خیراتی تړون بیا  داسی تړوندی  چه بیرون خوږ مهربانه  او دننه له فساد او شیطانت ډک  تړون دی چه حتی کرزی بابا یی یی هم له محتویاتو خبر نه دی او نه د ځان خبرولو صلاحیت لری تر دی چه له شرمه د ملت دوه یا دری زره نورو پلورل شوو باندی غواړی خپل دا شرم پاک کړی  .

    که ملت پوښتنه کوی چه په تړون کی څه دی کرزی بابا وایی امریکا نه غواړی ددی تړون محتویات او رازونه چاته افشا شی ، کرزی بابا وایی چه زه یی  هم داخبره تایدووم مونږ ډیر داخلی او خارجی دشمنان لرو  داسی نه چه زمونږ په دی بروسه کی څوک اخلال وکړی دا زمونږ ( د دی غلامی اداری ) په ګته ده .دوی ملت همدغه غلامی اداری ته وایی .  

 تړون کی د باور نه لرل په دی معنی  چه دا تړون نه دی دا د  بادار او غلام تر منځ  د احکامو او فرمانونو د تر سره کولو ژمنه او کاری لایحه  ده ، غلام ته وایی دا زما دستورات دی د سرغړونی په کولو کی به د ا او دا جزا درکول کیږی

    پوشتنه : د دی تړون او دهغه تړون تر منځ چه اوباما په نیمه شپه کی ( په هماغه وخت چه د عصامه علیه الرحمه مړی یی په کوم بحر کی وغورځولوا  داځل  د افغانستان د خپلواکی  د مړی د غورڅولو د پاره کابل ته راورو یا یی په همدی شپه زمونږ په ګران هیواد وحشیانه برید تر سره کړو ) کابل ته او بیا ارګ ته راورسید څه توپیر وو ؟ چه  کرزی بابا یی له خواږه خوبه راویښ کړو ورته ویی ویل میړه دی تاته د میکپ کولو د پاره  ډیر څه راوړی افغانستان ورته  وسپاره ، کرزی بابا هغه تړون په پټو سترګو  لاسلیک کړو تر اوسه هم خبر نه دی چه هغه تړون کی څه لیکل شوی وو

    هغه تړون ته یی هم کله امنیتی اوکله  ستراتیژیک تړون وایه ، که رشتینی تړون  وو نو د پاکستان د بی شمیره یرغلونو مقابل کی امریکا ولی چوب پاتی شوه ، دا ځکه چه پاکستان ورته په غلامی کی تر افغانستان دومره مخکی  چه خبل  کباړ یی هم د افغانسان پرځای د پاکستان غلامانو ته ورکړل . د حیرانبتیا وړ چه  بیا د هماغه تړون د پاره به  بیا  تشریف راوړی ؟  زه وایم هغه اول تړون به د پشتونستان د دایمی غلامولو او دا دوهم به د افغانستان د  دایمی غلامولو تړون وی. او ددی مستعمری چارواکی به همدغه فاسده اداره او بی کفایته غلامان او د هغو بچی او کړوسی وی فکر کوم  د تړون اصلی ټکی همدا دی ،  کرزی ته نه دی معلوم ، مګر ملت ته په ګوته شوی دی .

     اصلی پوښتنه  دا چه کرزی بابا  مونږ ته ویلی شی  چه  امریکا تاسی  ته دملت د څپیړو څخه ستاسی د ژغورنی د پاره د امنیت  او اقتصادی مرستو ژمنی درکوی  تاسی ییی په مقابل کی امریکا ته غیره له دی چه دا مظلوم ملت ورته  وسپاری نور څه لری ؟ تړون خو له  د واړو خواوو وی ، تاسی ورسره تړون کی د ورکړی د پاره  څه  سهم لری ؟
    کرزی صاحب په زور دلته راوړل شوی نه دی  هغه په خبله خوښه له اوله د شاه شجاع او ببرک په شان غلام راغلی دهغه او د هغه د ایزمی ملګرو مغرونه پریمنځل شوی او ضمیرونه یی غلاشوی  ، له غلام څخه د شرم او حیا او مفاهمی هیله کول د لیونو او کم عقلانو کار دی ، د دغه  تړون  اصلی هدف دی اړخ ته  ، فاسدی او  غلامی اداری ته د امنیت ورکولو تضمین او امریکا ته زمونږ د مظلوم اولس غلامول دی .

    امریکا پوهیږی چه دکرزی لاسلیک  ملت ته د باور وړ نه دی څکه  د ملت د نمانیده ګانو په نوم د مشورتی چرګه د ډآلرو په دانو رابولی  چه ملت بیا  د شکایت حق  ونه لری چه دوی ناخبره  ولی پلورل شوی دی   دغه مشورتی چرګه او د کرزی ټیم  د دیرش میلونو خلکو نمایندګی نه شی کولی  

                افغانانو ورونو  تاسی مه بی هیلی کیږی  بی هیلی توب شرک دی یعنی دا معنی چه مونږ د امریکا د طاقت او پلانونو مقابل کی بل لوی طاقت چه د دوی د طاقت او پلانونه مخه یی نیول وی  نه لرو ؟  داسی نه ده مونږ په هغه ذات چه مونږ او دوی یی پیداکړی ، زمونږ د ازموینیی په خاطر یی که  دوی ته یی مادی اسانتیاوی برابری کړی  مونږ ته یی  بی شمیره معنوی امکانات راکړی دی  ، دا د استعمار اول ځل نه دی چه زمونږ د غلامولو او اشغالولو د پاره یی د ګوتو په شمار پلورشوی ایزمی غلامان په مونږ کی روزلی وو ، مونږ یی اشغال کړو مګر مونږ غلامولی نه شی  د  غلامی اداری ټیم به زمونږ د غلامولو د پاره تړونونه امضا کوی مګر ملت به د خپلواکی د لاسته راوړلو ، د خبل عزت او فرهنک د ساتلو او د خپل افغانی شهامت د ژوندی ساتلو د پاره  به خبلو کی تړونونه امضا کوی  ګورو به چه مادی  او که معنوی امکانات به اخری بریالیتوب ترلاسه کوی         

نصر من الله وفتخ قریب

  ( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x