
اتحاد علماء افغانستان: کېدونکې لویه جرګه امریکايي او فرمایشي ده
نن ټکی آسیا : په کابل کې له امریکا سره د امنیتي تړون لپاره د را بلل کېدونکي جرګې سره د مخالفتونو په لړ کې اتحاد علماء افغانستان هم له دې جرګې سره سخت مخالفت ښودلی او دا چاره یې د دین او هېواد په خرڅلاو تلقي کړي او له ټولو مخلصو ، خدایپالو او هېوادپالو هېوادوالو یې غوښتې دي چې هېڅ ډول برخه پکې وانه خلي.
د اتحاد علماء افغانستان له لورې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته په را لېږل شوې اعلامیه کې راغلي: په کابل کې د کېدونکي فرمایشي او امریکايي لویې جرګې په باب د اتحاد علماء افغانستان له لورې د شیخ عبدالله ذاکري په مشرۍ او د بېلابېلو ولایتونو د علما کرامو په ګډون یوه غونډه وشوه .
په غونډه کې پر افغانستان باندې د امریکا او ناټو یرغل په قرآني او نبوي نصوصو رد او ورسره د قضايي مصونیت، امنیتي او نور ډول-ډول تړونونه ترسره کول سخت وغندل شول.
په اعلامیه کې راغلې چې امریکا او متحدین باید له افغانستانه ژر تر ژره ووځي او د کابل په حکومت یې غږ کړی چې له دښمنانو سره دې د خاوري د خرڅلاو دا اسلامي او تاریخي خیانت نه ترسره کوي.