تکبیرات تشریق

قاري احسان

د لوی اختر په دې ورځو کي الله رب العزت داسي عبادات فرض کړي دي، چي له ورایه ددې عباداتو په ادا کولو کي د لوی څښتن لويي ښکاري، او د الله پر عزمت دلالت کوي، لکه  کعبة الله ته تلل او هلته حج کول، دنړۍ د مسلمانانو په یو ځای او یو وخت کي یوه شانداره اجتماع، او هلته هرڅه په یو وخت، یو اواز او اتفاق سره ادا کول، دا هر څه دالله پاک دلويي او جلالت مظهر دی، منی ته په اجتماعي ډول تلل، دعرفات غونډۍ ته ختل، مزدلفي کي شپه تیرول، په لوړ اواز سره تلبیه ویل، ذبح کول، صفا مروه کي تلل راتلل، دلکونو مسلمانانو داحرام په حالت کي کفن پوش لیدل، مطلب دا چي دحج هر عمل د الله دمظهر نشاندهي کوي، او انسان ته دا ورښيي چي ستا رب دلوی عزمت، کبریا او تقدس خاوند دی، لکه څرنګه چي په مکه مکرمه کي دمسلمانانو دتلبيي، تهلیل، تحمید او تکبیر اوازونه فضا ته پورته کیږي، همدا شان د الله رب العزت د حکم سره سم د نړۍ په هر ځای کي باید مسلمانان دتشریق په ورځو کي د هر لمانځه نه وروسته په اوچت اواز سره په تکبیر، تهلیل او تحمید سره فضا معطره کړي.

ددغو تکبیراتو په اړه مختصر وضاحت په لاندي ډول لیکو.
 
دتکبیرات تشریق الفاظ:

دتكبيرات تشريق دالفاظو په اړه مختلف روایات منقول دي، خو حضرت دعلي او ابن مسعود رضي الله عنهما څخه چي کوم روایت منقول دی هغه داحنافو دمذهب ماخذ دی، او دهغه الفاظ په دې ډول دي:
اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللهُ ، وَاللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ وَللهِ الْحَمْدُ.
 
دتكبيرات تشريق حكم.

تكبيرات تشریق دصحیح قول مطابق واجب دي، او ځيني علما يي بیا سنت بولي، دوجوب لپاره يي د قرآن کریم دا آیة دلیل دی: {وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ} [البقرة: 203]، ددې آیة په تفسیر کي ابن عباس، عطا بن ابی رباح، مجاهد، إبراهيم، قتادة، سدي، ضحاك، او ابن زيد رضي الله عنهم وايي چي دایام معدودات نه ایام تشریق مراد دي. حاصل دا چي د تشریق په ورځو کي دالله یاد او ذکر کول د الله رب العزت حکم دی.
 
دتکبیرات تشریق وخت.

دعرفي (یعني دذو الحجي د نهم) دسهار د لمانځه نه وروسته پیل کیږي، بیا د دریالسم دمازدیګر دلمانځه پوري دهر لمانځه نه وروسته ویلکیږي، دمازدیګر دلمانځه نه وروسته به يي ختم کړي، چي دا ټول درویښت لمنځونه کیږي.
 
دتکبیرات تشریق دادا کولو ځای او محل:

دفرض لمانځه دادا کولو نه وروسته فورا، بې دفاصلي نه به يي اداکوي، په داسی حال کي چي دلمانځه حرمت به لا پاتي وي، یعني دقبلي نه به نه وي ګرزیدلی، دمسجدنه به نه وي وتلی، خبري به يي نه وي کړي، خوراک او څښاک به يي نه وي کړی، خندلي به يي نه وي، که په صحرا کي لمونځ کوي نو د صفونو نه به نه وي وتلی.
او که داسي نه و، نو په دې ټولو حالاتو کي دتکبیر وخت ختمیږی، ځکه تکبیرات تشریق دلمانځه له خصوصیاتو نه دي، نو ځکه دلمانځه وروسته متصل واجب دي، په کوم څه چي لمونځ باطیلیږي، په هغه سره تکبیرات تشریق هم له لمنځه ځي، یعني بیا يي ويل واجب نه دی.

البت
ه كه يي اودس مات سي نو بیاهم تکبیرات ویلای سي، ځکه داودس په ماتېدا سره دلمانځه حرمت باقي پاته وي، مطلب دا چي اودس ماتېدل دلمانځه دبنا سره ضد نه دی، ځکه په لمانځه کي چي يي اودس مات سي نو بیا بل اودس کولای سي او پر هغه مخکني لمانځه نور لمونځ بنا کولای سوای.

خوښه يي خپله، که اودس کوي او بیرته دلمانځه ځای ته راځي تکبیرات وايي، او که بې د اودس نه په تکبیر سره شروع کوي، ځکه دتکبیرات تشریق لپاره اودس شرط نه دی.

خو بيا هم غوره
دا دی چي په داسي حالت کي د مسجد نه ونه وزي، او په مسجد کي دننه دلمانځه پر ځای بې اوداسه نه تکبیرات ووايي.
 
مسئله:

که دامام څخه تکبیرات تشریق هیر سوو، نو دشا خلک دي په لوړ اواز سره تکبیر ووايي چي امام او نورو خلکو ته وریاد سي.
امام ابو یوسف رحمه الله یو ورځ لمونځ ورکاو، چي تکبیرات يي هیر سول، له شا يي امام ابو حنیفه رحمه الله هم ولاړ و، هغه ورته یاد کړل، او تکبیرات يي وویل.
كه دچا نه لمونځ یو یا دوه رکعته تیر سوي وي، یعني مسبوق وي، نو کله چي دلمانځه نه فارغ سي هلته دي په لوړ اواز سره تکبیر ووايي.
 
تکبیرات تشریق پر چا واجب دي؟

تكبيرات  تشریق پر هر هغه چا واجب دي، پر چا چي لمونځ فرض وي، هغه که نر وي او که ښځه، که حر وي او که غلام، که مسافر وي او که مقیم، که په ښار کي وي او که په کلیو کي. حاصل دا چي پر چا چي لمونځ فرض وي پر هغه د لمانځه نه وروسته تکبیرات تشریق ویل هم واجب دي.
 
کله چي لمونځ ترینه قضاسي نو تکبیرات به کله وايي؟

که دچا نه په دغه ورځو (ایام تشریق) کي لمونځ قضا سي، او په دغه ورځو (ایام تشریق) کي يي قضا را ګرزوي، نو به د هر قضا لمانځه نه وروسته تکبیرات وايي.

یوازي له دې صورته ما سوا که دنورو ورځو دلمونځو قضا په ایام تشریق کي را ګرزوي، او یا د ایام تشریق دلمنځو قضا په نورو ورځو کي را ګرزوي، او یا د تیر کال د ایام تشریق دلمنځو قضا د سږ کال په ایام تشریق کي راګرزوي، په دې ټولو صورتو کي به تکبیرات نه وايي.
 
دتکبیرات تشریق دویلو کیفیت:

تكبيرات تشريق به په لوړ (اچت) اواز سره وايي، ځکه په لوړ اواز (رفع الصوت) سره دتکبیرات تشریق ویل د شرائع الله نه دی.
 
دتکبیرات تشریق به څو ځله وايي؟
په یو ځل ویلو سره يي واجب ادا کیږي.
 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ