افغانستان

د لویې جرګې ګډونوالو ته د طالبانو خبرداری

نن ټکی آسیا: طالبانو هم په خپل وار په کابل کې د ترسره کېدونکي لویې جرګې سره خپل ژور مخالفت څرګند کړی او له هېوادوالو یې په ټينګه غوښتې چې په دغه شان غولونکو جرګو کې له ګډون څخه لاس واخلي او پر وړاندې يې راپاڅيږي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې رسنیو ته په لېږل شوي اعلامیه کې راغلي : « کرزي لاسپوڅې اداره غواړي  په راتلونکو څو ورځو کې په کابل کې يوه نمايشي او جعلي لويه جرګه را  وبولي ، تر څو د امریکا په  لارښوونه  اوغوښتنه د هیواد  پلورنې هغه بې ارزښته سند پرې  ومني چې زموږ په تاريخ کې  د تل لپاره ملي خيانت او د هيواد پلورنې  نه بښونکی جنايت حسابیږي »
طالبان په کابل کې د دایرېدونکي لویې جرګې موخه د هېواد پلورني د سند منل  بولي چې په وینا یې د دغه تړون په اساس به امریکايي عسکر  د افغانستان ملي حاکمیت ګواښي او قانون به یې تر پښو لاندي کوي.دوی د زنګاوات فاجعې ته په اشاره سره یادونه کړې چې د دغه تړون تر لاسلیکولو وروسته به په افغانستان کې هر امریکایي جنایتکار عسکر سرې سترګې ګرځي او جزايي قانون به پرې نه تطبیقيږي.
طالبان د دغه تړون خوښونکي او لاسلیک کوونکي تاریخي جنایتکار او هېواد پلورنکي بللي او زیاتوي:« اسلامي امارت له امریکا سره هر راز تړون  د محمدي غرا شريعت  له ښکاره احکامو (قرآني ايتونو ، نبوي سپيڅلو احادیثو او دفقهای کرامو له تشريحاتو) سره مخالف او  د هیواد پلورنې معامله بولي او عاملينوته يې  د سترو تاریخي جنايت کارانو په سترګه ګوري.»
دوی وایې دغه سند چې هېڅ شرعي او حقوقي حیثیت نلري ، په افغانستان کې بهرني یرغلګر د یرغل دوام او د جګړې جاري ساتلو ته هڅوي.
طالبانو د اعلامیې په پای کې د جرګې ګډونوال ته خبرداری ورکړی چې له دغه منحوس سند سره د توافق په صورت کې به ټول د ملي خاینانو په لیست کې شاملوي  او  یو-یو به په نښه کوي.
دوی د دغه خبرداري ترڅنګ په کابل کې د علماوو او مخورو د پرونۍ غونډې پرېکړه لیک ستایلی او له نورو خپلواکي خوښیو او هېوادپالو یې د ورته اقدام غوښتنه کړې.

========================================================

بسم الله الرحمن الرحیم

د جعلي لوې جرګې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د کرزي لاسپوڅې اداره غواړي  په راتلونکو څو ورځو کې په کابل کې يوه نمايشي او جعلي لويه جرګه را  وبولي ، تر څو د امریکا په  لارښوونه  اوغوښتنه د هیواد  پلورنې هغه بې ارزښته سند پرې  ومني چې زموږ په تاريخ کې  د تل لپاره ملي خيانت او د هيواد پلورنې  نه بښونکی جنايت حسابیږي  ،  د دغه  تړون  په اساس چې د بادار اوغلام ترمنځ به لاسلیک کيږي امریکايي وحشي عسکر به نور هم په هيواد کې خپل يرغل ته دوام ورکوي ، دلته به جګړه جاري ساتي ، د افغانانو په کورونو به چاپې وهي ،بمباربه کوي ، تجاوز به کوي ،خلک به نیسي او زندان ته  به یې اچوي ،  دهرډول جنايت لاس به يې آزاد وي ، او دکندهار   د زنګاوات  ته ورته پيښو په صورت کې به  امريکايي جنايت کار عسکر په سرو سترګو امريکا ته بیول کیږي او په نمايشي ډول به  برخورد ورسره کيږي .

اسلامي امارت له امریکا سره هر راز تړون  د محمدي غرا شريعت  له ښکاره احکامو (قرآني ايتونو ، نبوي سپيڅلو احادیثو او دفقهای کرامو له تشريحاتو) سره مخالف او  د هیواد پلورنې معامله بولي او عاملينوته يې  د سترو تاریخي جنايت کارانو په سترګه ګوري  ، دغه  سند چې هيڅ شرعي اوحقوقي حيثيت به نه لري  نشي کولای په واقعي بڼه افغانستان خرڅ کړي  او دلته يرغلګرو ته د آرام فضا برابره کړي ، افغان ميړنی ولس به  ديوې ثانې لپاره هم د خپل هيواد له اشغال سره توافق ونه کړي او يرغلګرځواکونه به  د آرام  سا اخيستلو ته  پرې نږدي،  په همدې اساس اسلامي امارت له ټولوهیواد  والو غواړي چې  ، په راتلونکي نمايشي لويه جرګه کې چې د کرزي ادارې اړوند معلوم الحاله کسان به پکې برلاسې  وي ګډون ونه کړي ، ځکه  تيرو تجربو او د غلامۍ سابقې ته په کتو څه چې  امريکا له کرزي او دهغه دبانډنه غواړي هغه خبره به  حتما په جرګه کې منل کيږي ،  خو د ګډون کونکو له حيثيت نه به  سوء استفاده وشي او د هيواد پلورنې دجنايت پيټی به يې په اوږو ور واچول شي ، نو لازمه ده چې آزاد افغانان په کې برخه وانخلي ، او د دغه ستر تاریخي جنايت له ارتکاب نه ځانونه جدا وساتي  ، همدا راز اسلامي امارت  د جرګې  ټولو ګډونوالوته خبرداری ورکوي چې که  په جرګه کې  د امریکا  سره د سند توافق وشو ، اسلامي امارت به  د جرګې ټول ګډونوال د ملي  خائنانو په لست کې شامل  او هريو فرد به  جلا جلا په نښه او ددغه تاریخي خیانت په سزا ورسوي ، چې په هغه صورت کې به  یې مسئوليت په خپله غاړه وي ،په پای کې په ټولو هیوادوالو غږ کوو چې د اشغالګرو دې اونورودسیسوته نورهم متوجه اود مخنیوي هڅې یې وکړي او باید په دې نورهم پو ه وي چې زموږ پر هیواد تپل شوې اداره دافغا نستان ګټو ته نه بلکې دپردیو ګټو ته ژمنه یوه لاس پو څې اداره ده،  اسلامي امارت تیره ورځ په کابل کې دعلماءکرامو او پوهانو دهغې  لوی غونډې قدرونه کوي په کومه کې چې  له امریکا سره دتړونونو دلاسلیکولوکلک مخالفت وشواو دبهرنیو ځواکونود بلاقیداوشرطه وتلو غوښتنه وشوه باید دغو نډي ګډون وال او  ټول افغا نان په دغه اړه نور هم موثر ګامونه واخلي  .

د  افغانستان  اسلامي امارت

۱۴۳۵/۱/۸هـ

۱۳۹۲/۸/۲۰ــ 2013/11/11م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x