کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / ورک اشـــنا/ نصيب رحماني

ورک اشـــنا/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

په غمیانو کې غمي راځینې ورک ده
دنګه ونه یو سړي راځینې ورک ده

موده کیږي انقلاب په مخه کړي
موده کیږي چې زړګي راځینې ورک ده

تورې څڼي او چینار،چینار ځوانې یه
ولونه،ولونه سپین پټکي راځینې ورک

د وحشت مخې ته سپر لکه فولاد وو
طوفانو نو کې زمري راځینې ورک ده

عقیده یې ده قران او وطن مینه
بس خالید غوندي زلمی راځینې ورک ده

پسې ګورمه د دنګو غرو سرونه
شهادته یو مرګي راځینې ورک ده

رحمانی د انقلاب څپي خوري دي
رحماني یار مې ژوندي راځنې ورک ده
ــــــــــــ
نصیب رحمانی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ