کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبان: هند دې افغانستان ته د وژلو او ورانولو اسباب نه رالېږي

طالبان: هند دې افغانستان ته د وژلو او ورانولو اسباب نه رالېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د هند په هیواد غږ کړی چې له کابل حکومت سره د پوځي تجهیزاتو له مرستو ډډه وکړي، ځکه چې په خبره یې، هغوی پرې بیرته ملت وژني او عام المنفعه تاسیسات پرې ویجاړوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې افغانان د نورو هیوادونو په چارو کې د مداخلې او بدخواهۍ سابقه نه لري او زیاتوي چې له نورو هیوادونو هم د ورته چلند غوښتونکي دي.

ښاغلي مجاهد له کابل حکومت سره د هند پوځي مرستې غندلي او ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو په کندز کې د الچین پل په هغو څرخي الوتکو بمبار کړ کومې چې د هند حکومت ورکړي دي.

طالبانو ټینګار کړی چې د کابل حکومت ته د «وژونکو توکو» ورکړه له افغانانو سره د دوستۍ په معنی نه، بلکې د افغان ولس په ضد له یو «جنایتکار او پردیپال بانډ» سره همکاري او له ولس سره دښمني ده.

د طالبانو ویاند زیاتوي:

«مونږ د هند په حکومت غږ کوو چې افغانستان ته دې د وژلو او ورانولو اسباب نه رالیږي او نه دي په خپلو پوځي مرستو سره د فاسد حکومت د دوامداره کولو هڅې کوي».

طالبانو ګواښ کړی چې «د اشغال په حالت کې د کابل مزدورې ادارې» ته پوځي او نظامي مرستې ورکول له افغانانو سره د دښمنۍ پرته بله معنی نه لري او زیاته کړې يې ده چې دغه ډول مرستې به د مرستندویه هیوادونو پرضد د ټول ولس کرکه راوپاروي.

باید وویل شي چې هندوستان تر دې دمه افغانستان ته په نورو پوي تجهیزاتو سربېره څلور (Mi25) ډوله جنګي څرخکې ورکړي دي.

طالبان وروسته له هغه د هند د پوځي مرستو پر وړاندې توند غبرګون ښيي چې د هند حکومت اعلان کړی چې له دغو جنګي څرخکو څخه به «د طالبانو پر ضد جګړو» کې کار اخیستل کیږي.

له دې وړاندې په ملکي او اقتصادي برخو کې د هندوستان د مرستو په اړه طالبانو غبرګون نه وه څرګند کړی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

4 تبصرې

  1. د طالبانو غوښتنه د هند څخه بیځایه ده ځکه چې هند همیشه د افغان اولس دښمن ؤ او دښمن دی کوم وخت چې شوروی اتحاد پر افغان بیګناه اولس کلسټر بمان غورځول هند ورته چک چکي کولی او په بین الملل کې یی د شوروی ملا تړ کاوه دا د افغان اولس نه هیریږی او اوس چې کوم د کومک په نامه اولس غولوی په دی کې خو یو خپل غلامان ، ع – غ – کرزی او داسی نور ، خوشحاله کوی بل خپل مشرکانه مقاصد د مسلمان اولس په مینځ کې پلی کوی او تر ټولو مهم د امریکا څخه امتیازات تر لاسه کوی – پرټولو کافرانو او د هغو پر طرفدانو دی لعنة وی ناکام او تباه دی وی پرټولو کافرانو او د هغو پر طرفدانو دی لعنة وی ناکام او تباه دی وی پرټولو کافرانو او د هغو پر طرفدانو دی لعنة وی ناکام او تباه دی وی

  2. غوربندي

    عبدالله صاحب په دوعاوو مو آمین

    زما له نظره دا غوښتنه نه بلکه انذار او اخطار دی.

    • دا مغرور په انذار نه پوهیږی غاښ ماتوونکي جواب غواړی – خذلهم الله تعالی خذلانا کبیرا

  3. هر هغه څوک چی زمونګ وزلو لپاره چا ته ځآی، وسلی، پیسی، ستلایت، دوربین ورکوی . زمونګ دوشمن دی. یو بام او دوه هوا بیا نه جلیږی که ما سره څوک مرسته کوی بس ښه کوی خو که تا سره څوک مرسته کوی بس کا فر دی. هرڅوک مرسته دخپل ملک دبقا لپاره کوی. بس مونګ ورونه بو په بل وژڼی او اخر به دافسبوکی عیرتیان پاتی شو. بیا چی هرجا هرڅه کول ورته به ګورو. ډیر بد حا لتو کی ګیر وی هرطرف ته دوینی ویا لی دی، اوښکی دی، ژړاګانی ډی. کوندی دی ، یتیمان ، بوری دی ، بی وروری ده،……………… بس دی……………….. الله نورمو دمعصومو ماشومو توبه قبوله کړه،