کور پاڼه / ټولنیزه برخه / شل ټکي چې په نورو باندې ستاسو د ګرانښت سبب ګرځي

شل ټکي چې په نورو باندې ستاسو د ګرانښت سبب ګرځي

ژباړن : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ سلام کول تاسو پیل کړئ، ځکه سلام د مقابل لوري د ډاډ سبب ګرځي .

۲ ـــ موسکا وکړه، ځکه موسکا په مقابل لوري باندې جادو کوي او زړه یې نازوي .

۳ ـــ خپل مقابل لوري ته ارزښت ورکړه، هغه وستایه او له خلکو سره هغه ډول چلند وکړه، چې خوښېږي دې له تاسره وشي .

۴ ـــ د نورو په خوښیو کې ګډون وکړه .

۵ ـــ د خلکو اړتیاوې ور پوره کړه، ځکه په دې ترتیب زړونو ته یې لاره پیدا کوې، نفسونه د اړتیاو په پوره کېدو ډکېږي .

۶ ـــ تېروتنې وبښه او په خپل روح و روان کې زغم څرګند کړه .

۷ ـــ د حیرانتیاو په لټه کې واوسه او د هغه څه په لټه کې واوسه، چې د دوستۍ د ترلاسه کولو او د زړونو د جذبولو سبب
ګرځي .

۸ ـــ په ډالۍ ورکولو کې بخیل مه اوسه، که بیه یې کمه هم وي، ځکه د مادي ارزښت په پرتله یې معنوي ارزښت ډېر زیات دی.

۹ ـــ مقابل لوري ته خپله مینه څرګنده کړه، ځکه مینه ناکې کلمې زړونو ته لاره پیدا کوي .

۱۰ ـــ خلکو ته د نصیحت کولو په لټه کې واوسه، په داسې ډول، چې د مخاطب عزت له منځه لاړ نه شي .

۱۱ ـــ له نورو سره د هغوی د پام په کچه خبرې وکړه، د ډېری خلکو دا خوښېږي، چې  نور د دوی له پام سره سم  ورسره خبرې و کړي .

۱۲ ـــ خوشبین واوسه او خپلې شاوخوا ته دې زېري خپاره کړه .

۱۳ ـــ که نورو ښه کار ترسره کړ، نو هغوی وستایه، ځکه ستاینه په بدن باندې اغېزه کوي، خو په ستایلو کې له بریده تېری مه کوه .

۱۴ ـــ خپلې کلمې وټاکه، ترڅو مقام دې لوړ شي؛ ښې کلمې د زړونو د نازولو تر ټولو غوره وسیله ده .

۱۵ ـــ له خلکو سره کمین او عاجز واوسه، ځکه انسانان له هغه چا څخه ډېره کرکه لري، کوم چې له نورو څخه ځان لوړ ګڼي .
۱۶ ـــ د نورو د عیبونو په لټه کې مه اوسه، بلکې د خپلو عیبونو په سمونه بوخت واوسه .

۱۷ ـــ د چوپتیا هنر زده کړه، ځکه خلک له هغه چا سره ډېره مینه لري، کوم چې د هغوی خبرو ته غوږ نیسي .

۱۸ ـــ د خپلې پوهې کړۍ پراخه کړه او هره ورځ یو تازه دوست یا ملګری تر لاسه کړه .

۱۹ ـــ هڅه وکړه، چې خپل مهارتونه او پاملرنې لاپسې زیاتې کړې، دا کار د دې سبب ګرځي، چې هم د پوهه زیاته شي او هم دې ملګري .

۲۰ ـــ که چېرې د یو چا له پاره دې کوم ښه کار ترسره کړ، نو د بدلې په تمه یې مه اوسه .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ