کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / اشرف غني د کوم میراث خبره کوي؟

اشرف غني د کوم میراث خبره کوي؟

سرنوشت ورځپاڼه

د اوسني حکومت چارواکي د خپلو ناکامیو د توجیې لپاره تل دا خبره کوي چې ستونزې ورته له پخواني حکومته په میراث پاتې دي. ولسمشر غني پرون په یوه غونډه کې وویل چې ده ته فاسد نظام په میراث پاتې دی. ولسمشر ډېر کله خپلو خبرو ته نه متوجه کېږي، د خبرو او عمل ترمنځ یې هم د ځمکې او اسمان هومره توپیر وي. که غني فکر کوي چې فساد ورته په میراث پاتې دی، نو هغه فساد چې په اوسني حکومت کې له پخوا څو چنده زیات شوی دی، چا ته به په میراث پاتې کېږي؟

کله چې د حکومت له منځه د حکومت یو مشر راپورته کېږي او اعتراف کوي چې له نړیوالې مافیا سره د قراردادونو په اړه خبر دی، نو دا په خپله د دې خبرې ثبوت نه دی چې فساد له پخوا لا پراخ او پېچلی شوی دی؟ کله چې د ولسمشر حقوقي سلاکار او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازی د کابلبانک غله له زندانه راخوشې کوي او قراردادونه ورسره کوي، دا په حکومت کې د ښکاره فساد ثبوت نه دی؟ ولسمشر پر دې هم سترګې پټوي چې څو میاشتې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د ارزونې ګډې کمېټې یوه بهرني غړي له دې امله استعفا وکړه چې اوسنی حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره اراده نه لري.

همدا اوس تر ټولو ستر فساد په قراردادونو او امنیتي ادارو کې موجود دی. وړمه ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وویل چې په افغانستان کې د جنرالۍ رتبې لیلام شوي او په پیسو خرڅېږي. د غزني برحاله امنیه قومندان اعتراض کوي چې ترفېعات او رتبې په پیسو پلورل کېږي.

ارګ له کمېشن کارانو ډک دی. د ولسمشر له لوري مقرر شوي یو درجن مشاورین بل کار نه لري، ټوله ورځ کمېشنکاري کوي، د پیسو په بدل کې شرکتونو او اشخاصو ته قراردادونه اخلي. ولسمشر دې نه هېروي که اوسنی نظام فاسد وي، نو دی په دې فساد کې شریک دی، ځکه چې له ده نیولې تر وزیرانو پورې یې ټول د پخواني حکومت مامورین وو.

دا حکومت به تر کله خپله ناکامي پر پخواني حکومت وراچوي. اوسنی حکومت له پخواني سره اصلا د پرتلې وړ نه دی، که پرتله یې کړو نو اشرف غني یوازې په خپله دوه کلنه واکمنۍ کې داسې میراثونه پرې ایښي چې نور حکومتونه به یې په کلونو هم جبران نه شي کړای. فساد تر پخوا زیات شوی، ناامني د لویو ښارونو تر دروازو رارسېدلې، فقر تر ۴۰ سلنې اوړي او په ټوله کې د دیارلسو کلونو لاسته راوړنې مو له خطر سره مخ دي.

که اوسنی حکومت غواړي چې د ولس ملاتړ او رضایت ترلاسه کړي، نو د پخواني حکومت د زړو پروژو د افتتاح پر ځای دې خلکو ته رښتیني خدمات وړاندې کړي، دوی به تر کومې خپله ملامتیا پر نورو اچوي. که فرض کړو چې فساد له پخواني حکومته ورته په میراث پاتې دی، نو خلک له دې ښاغلو پوښتنه کوي چې تاسو تر اوسه د اصلاحاتو په برخه کې څه کړي؟ هغه سمبولیک کارونه مو چې پیل کړي، یوازې د دې لپاره دي چې د بروکسل په کنفرانس کې نړیوال پرې تېر باسئ.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. او دا فاسد غني د مردارې سپی خو هم د کرزي په حکومت کې مامور وو او کار یې کاوو نو ولې یې هلته اسعفا د
    امریکایانو له غلامي اود هېواد خرڅونې څخه نه ورکوله ؟؟؟؟؟
    دا ټول په غرب کې بېکاره او پردي جاسوسان په افغانستان کې هلته خپل جیبونه په مفتو حرامو پیسو ډکوي او ناموس
    خرڅوي !!