په پښتو شاعرۍ کې د اردو ژبې توري

ژبه او لسان د تورو او الفاظو څخه جوړېږي. او هر تورى په ژبه کې يو اړين کردار لوبوي. څنګه چې په حساب کې د دوو پر ځاى خپله نښه او سمبول او د دريو پر ځاى خپله نښه او سمبول کارول کېږي. همدغه شان ژبه کې د مختلفو څېزونو لپاره د حروفونو له اشتراکه نومونه جوړ شوي او غوره شوې وي.

او ددې نومونو پواسطه پېژندل کېږي. چې کوم څېز ته انسان ضرورت شوى په هغه يې يو نوم اېښى دى.ځکه خو والټ ويټمين وايې”ژبه نه خو په مجرده توګه عالمانو کشف کړې ده، او نه ژبپوهانو. دا د بې شمېره انساني نسلونو له کاره، اړېکو، اړتياو، خوښيو، مينې او ذوقه څخه رازېږېدلې ده.”کومې ژبې چې له نورو ژبو سره نږدې پرتې وې نو له هغو ژبو څخه اثر اخلي او د هغو ژبو تورې په خپله ژبه کې کاروي.      اردو که هر څو يوه لښکري ژبه ده، زيات توري يې له نورونه اخيستې دي. په اردو ژبه کې داسې تورې او لغات هم شته چې د وخت په تېرېدو سره پکې ژبپوهانو تبديلي او بدلون راوستى وي او عېن د اردو ژبې خپل توري معلومېږي.      دا چې پښتو ژبه وروسته له عربي او پارسي ژبې نه اردو ژبې سره ډېره نږدې پوله او سرحد لري له همدې کبله يې ددې ژبې ډېر تورې په خپلې شاعرۍ کې ځاى پر ځاى کړيدي. دا کار ډېر ګران دى چې د پښتو ګرده شاعري ولوستل شي او داسې بېلګې ورڅخه را واخستل شي خو د يو څو شاعرانو له شعرونو نه به مونږ د اردو ژبې د تورو يو څو بېلګې راواخلو.     محمود اياز چې د نوي دور ډېر ښه شاعر دى په شعر کې يو ځانګړى اسلوب او رنګ لري. همدا ځانګړى اسلوب او رنګ ورته يوه پېژندلو ورکړېده، سربېره پردې ښاغلى د مقصديت هم ډېر منونکى دى. دده په شاعرۍ کې د اردو توري (درخت، خواهش، لان،شاخ، جلوس) ځاى پر ځاى شوې دي.

ايازه! دې سپېره خزان پرې اېښې څه دى دلته؟ پاڼي، ګلونه، او د شنو درختو ښاخونه هم مري

چې راته نه ښکاري هيڅ هم تر لرې لرې د شپې          مړي شي په ما کې د خواهش ټولې کوترې د شپې

په لان کې ناست يمه چرتونه د دښتونو وهم له وېرې ساندې د راتلوونکو موسمونو وهم

د حرکت جلوس تر قبر د جمود شو راتېر دا ځل شو بيا په يوه نوې مرحله کې د خيال

درويش دراني هم د پښتو يو پياوړى شاعر دى په لراوبر کې د يو ښه شاعر په توګه پېژندل شوېدى. ده په خپلو شعرونو کې د اردو توري توهين، تاريک ياتاريکې،تمنا، دلېر، کرشمه ډېر په مهارت سره استعمال کړيدي.

زما د پښو په سپېرو تلو کې يې کېږي توهين         نوربه په سترګوکې اغزي ستادکوڅو ګرځوم

تور ديوالونه، تاريک غولى او ما پرېږده ته ځه ستا انتظار کړي پلوشې ستا لاره ګوري رڼا

ته طرفدار د تاريکې زه ارمانجن د رڼا ملګريه درومه ستا جلا زما جلا لاره ده

که ستورى نه يم، د اسمان تمنا هم نه کوم که يم ګلاب نو بيا د خاورو قربت هم غواړمه

د شاه قاتل يې ويوست د پلو لاندې بهر دلېره وه، دلېره وه، دلېره يوه شپه

دا به هم زه ستا د باڼه کرشمه وګڼمه       چې مې د زړه په سردى جګ هغه اغزى نه ښکاري

سهيل جعفر چې په ځوانو شاعرانو کې ډېر ښه شاعر دى. دده په کلام کې د اردو توري ډېر زيات استعمال شوي دي.لکه دريچه، وېران، اداس، انتها پسنده، تشدد، تنما، سنجيده، بحال، تعلق، مرحله، ګملې، سبزه، جاګېر اورونق.

رڼا يې هم کړله د ځان محتاجه لکه ښېښه په دريچه کې اوسي

حال مو خراب د پخواني وېران کنډر غوندې ؤ اداس زړګى مو د ماښام اداس منظر غوندې ؤ

په هر حالت کې زندګي وه انتها پسنده چپ ؤ د سيند غوندې يا شور يې سمندر غوندى ؤ

هغسې وينې، تشدد، د ارمانونو قتل د زړه دننه هم ماحول شايد بهر غوندې ؤ

څه نېمګړى مو ژوندون ؤ څه نېمګړې تنما وه

هسې مې وکړله د مينې سنجېده خبره له خندا شنه شوه، په ملا ماته شوه، بې دمه شوله

بحال کېدلى خو شي بيا د مينې زوړ تعلق څوک به اول کوي اغاز دا مرحله ګرانه ده

د کور ګملې، د ښآر ګلان، د غرو واورينې څوکې همېش به وي ستا د ښايست په موسمونو اباد

سبزه د مځکې ده ښکلا، دعا کوم سهېله! د يار رحسار دي وي همېش په شنو خالونو آباد

د چا د ياد نه علاوه، سهېله! ښه خبر يم نشته بل هېڅ داسې جاګېر زما په برخه باندې

زمونږ د زړو رونق ته خلکو!بازارونه څه وو جېنکۍ څه وې، ټپې څه وې، ګودرونه څه وو

جاوېد احساس هم د نوي دور ډېر ښه شاعر دى. ځانته يوه ځانګړې لهجه لري. په کلام کې يې د اردو توري ډېر تر سترګو کېږي. لکه په دو شعرونو کې منشا، اذيت، قايل، عطا، تمغه، شکست توري.

احساسه څه معنا؟ مجنون شو که په مينه کې څوک       چې د ليلا د زړه منشا پکې سر وخوړلو

لکه ګلاب چې څومره ډېر د اذيت نه تېر شوم            ما رويه کې هومره زيات ملايمت ساتلى

زه د تنها الوت قايل نه وم فضاء ګواه ده خو ما په سېل کې زندګي په سېلېدو ومونده

دا خو عطا ده چې د خدا د لوري وشي په چا په تا د حسن او په ما د محبت شوې ده

ګوره په غشو او لينده يې سره نښه کړله     آ له تمغو ډکه سېنه يې سره نښه کړله

عقل شکست وخوړ ويل يې خپله لار دې نېسه   څوک به په پښو د لېونۍ نکرېز ولګوي

شاه سعود هم د غني خان نه وروسته يو فلسفي شاعر دى. کلام کې يې مقصديت سره سره يو ځانګړى رنګ هم جوت او ښکاره دى.

دپاکې مينې سائبان لري پرواه نه ساتي               داشين اسمان هم که سعوده دسرتورو نه شي

ابتدا مې د وجود نمائنده وه            انتها پورې مې څه وکړل چې لاړم

حوالې1. دراني درويش (پښتو عروض)

2. اياز محمود ( بيا هم په سايه بدل شوم)

3. دراني دريش (ستوري په لمن کې)

4. جعفر سهېل (د ياد په جزېره کې)

5. احساس جاوېد (سرچېنه)

6. سعود شاه سعود (جانانه ستا تر دره څنګه درشم)

—————–

لیکنه: شېر الرحمان بېتاب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.