شعـــــرونه

إستشهادي ځوانان

مينه يې ريښتونې ده په عشق كي قرباني ځوانان
حورو مبارک مو شه درځي استشهادي ځوانان

دا د منصوريت رتبه ځانو ته افتخار بولي
دار ته په خندا او په مسكا ځكه راځي ځوانان

كښلى چي يې زړه دى له غليمه د تكبير په ږغ
دا د امارت هغه سرتيري عمري ځوانان

دا د حقيقي عشق مجنونان دي چي ليلى غواړي
ږدي يې و وصال ته خپل سرونه سپيلني ځوانان

سوز لري ګداز لري لمبو باندې پرواز لري
عشق كي استاذان دي پتنګان پر اور ستي ځوانان

اور د نمروديانو ورته ځكه سره ګلان ښكاري
زړونو كي لري مستي جذبې إبراهيمي ځوانان

دا زلمي د ناوي د حريت سنګارول غواړي
ږدي په خپلو وينو يې خالونه پر تندي ځوانان

تورو تورږميو ته روښانه مشالونه دي
كعب ابن اشرف كه يې په هر نوم يادوي ځوانان

څوک چي د پاک عشق په امتحان كي بريالي شوله
دغه دي نظامه چي ياديږي فدائي ځوانان

نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x