کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کابل: دفاع وزارت مخې ته غبرګې چاودنې شوي
ارشيف

کابل: دفاع وزارت مخې ته غبرګې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): په پلازمینه کابل کې د دفاع وزارت ودانۍ مخې ته دوه غبرګې چاودنې شوي دي.

له سیمې څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې لومړی یوه کمزورې چادونه او ورپسې زوروره چاودنه رامینځته شوه.

طالبانو د چاودنو مسئولیت منلی او ویلي يې دي چې لومړۍ چاودنه بمي وه او ورپسې سرښندونکی برید ترسره شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې عاجلې خبرتیا کې ویلي چې لسګونو پوځي افسرانو ته یې مرګ ژوبله اړولې. ښاغلی مجاهد ادعا کړې چې د کابل ښار د دوهمې حوزې آمر سید زمان آغا هم په دغه برید کې وژل شوی دی.

تر اوسه دولتي سرچینو د تلفاتو په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو کابل میشتی خبریال «ذبیح کریمي» وايي نږدې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسئولینو ویلي چې تر اوسه لس تنه ټپیان وروړل شوي دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ