شعـــــرونه

په اسلام كي

چي مېړانه ورنه زيږي دا سنګردى په اسلام كي
دسنـګــر ګــردو وهـــلى دلاور دى په اسلام كي

دى امام دانبياؤمحمد نامه يې جارشم
هم غښتلى په تيارولكه سپين لمردى په اسلام كي

چا بايللى دى چاايښى دى  خپل سرپه قرآن باندي
معتبر دى  معتبر دى  معتبر دى  په اسلام كي

برخليك ديرغلګروپاك الله دى غوره كړى
يادعوت دى ياپه توره يې غوڅ سردى په اسلام كي

دشيطان ولارويوته دوزخ سترګي په لار دى
ومؤمن ته انتظارحوض كوثردى په اسلام كي

اې دغرب ترسايه لاندي دنوروز دورځي پيره !
دخوښۍيوورځ معلومه ده اختر دى په اسلام كي

څوچي روح دى  در سره دى  ترې لاس وانخلې الهامه
حماسي شعر تيزغشي تيز خنجر دى  په اسلام كي

سيد احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x