کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / دولتي ځواکونه وايي د کندوز قلعه زال ولسوالۍ یې بېرته نېولې

دولتي ځواکونه وايي د کندوز قلعه زال ولسوالۍ یې بېرته نېولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د کندوز «قلعه زال» ولسوالۍ یې د طالبانو څخه بېرته نېولې ده.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د قلعه زال ولسوالۍ د نېولو لپاره تېره ورځ /وږي ۱۴مه/ عملیات پیل شوي وو او نن غرمه دغه سیمه دولتي ځواکونو ونېوله.

د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ ویلي چې د قلعه زال ولسوالۍ مرکز د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغلی خو عملیات یې په اطرافو کې لا هم روان دي.

کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د کندوز د قلعه زال د بېرته نېولو خبر ورکوي چې د دغې ولسوالۍ سقوط یې دوه اونۍ وړاندې لومړی رد او بیا یې منلې وه چې د ۱۲ ساعتونو لپاره يې پر ولسوالۍ کنترول د لاسه وتلی وو.

یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي هغه مهال ویلي وو چې قلعه زال ولسوالۍ باندې طالبانو برید کړی و خو دولتي ځواکونو مقاومت کړی، طالبان يې په شا تمبولي او وضعیت عادي شوی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بیا هغه مهال د قلعه زال د سقوط په کلکه رد کړی و او ویلي یې و چې طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نېږدې شوي وو خو ورسته دولتي ځواکونو په شا وتمبول.

بل پلو په کندز کې د پولیس د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال هم ویلي وو چې د یادې ولسوالۍ څخه افغان ځواکونو د څو ساعتونو لپاره تکتیکې شا تګ کړی وو، خو د چنګاښ په ۳۰مه يې د شپې په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ مرکز او نور دولتي تاسیسات بېرته ونیول.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه چې قلعه زال ريښتیا هم د دوی د کتنروله وتلې یا نه؛ څه نه دي ویلي.

قلعه زال ولسوالۍ د کندوز ښار په لویدیځ کې پرته ده او د سمنګان ولایت سره ګډه پوله لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ