کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / تر ۴۰۰ زیاتو افغانانو د افغان تابعیت پرېښودلو غوښتنه کړې

تر ۴۰۰ زیاتو افغانانو د افغان تابعیت پرېښودلو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د عدليې وزارت وايي چې روان کال کې ۴۱۲ افغانانو د تابعیت پرېښودلو او درې بهرنیانو د افغان تابعیت اخېستلو غوښتنه کړې ده.

د عدليې وزارت ویاند امان ریاضت ویلي چې دغه کسان چې د افغان تابعیت پرېښودلو غوښتنه یې کړې ډیری يې هغه کسان دي چې په بهرنیو هېوادونو کې يې د پناه غوښتنه کړې او یا هم په خارج کې ژوند کوي او پلار یا مور یې افغان دي.

هغه زیاته کړې ده چې د یادو کسانو غوښتنلیکونه د یوه کميسیون لخوا څېړل کیږي او تر دې دمه د یو شمېر کسانو غوښتنې منل شوي او پاتې نورو د یو څو مراحلو څخه تیریږي.

ریاضت له قوله یاد کمیسیون د سترې محکمې د استازو، بهرنیو ، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست څخه تشکیل شوی دی چې د دغو کسانو غوښتنلیکونه لومړی څیړي او بیا تر تایید وروسته يې د وزیرانو شورا ته لیږي چې د ولسمشر تر منظورۍ وروسته د تابعیت د پرېښودلو غوښتنه یې منل کیږي او رسما سلب تابعیت کیږي.

سرچېنې ویلي چې روان کال کې درې بهرنیانو چې مېرمنې یې افغانانې دي د افغان تابعیت د اخېستلو غوښتنه کړې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ