کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کابل: د بهرنیانو پر موسسې برید پایته ورسېد

کابل: د بهرنیانو پر موسسې برید پایته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرې شپې برید چې د پاملرنې په نوم پر نړیوالې مرستندویه موسسې (Care International) باندې شوی و، پایته رسېدلی او ټول بریدګر وژل شوي دي.

تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې کابل ښار یوې درنې چاودنې ولړزولو. دغه چاودنه د ملي امنیت د ریاست، کورنیو چارو زوارت او د ولسمشر د دواړو مرستیالانو د دفترونو سره په څو سوه مترۍ کې وشوه. تر چاودنې وروسته څو تنه بریدګر د بهرنیانو یو مېلمستون او موسسې ته ننوتل او نېږدې ۱۲ ساعته یې جګړه وکړله.

د یاد برید په لړ کې نن سهار اته بجې یوځل بیا په کابل ښار کې د یوې قوي چاودنې غږ واوریدل شو. دغې چاودنې د نېږدې ودانیو شیشې هم ماتې کړلې.

shahr now (1)

کورنیو چارو وزارت وايي چې په برید کې یواځې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي. انځور: د بهرنیانو پر نړیوالې موسسې د برید دی.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې بریدګر ټول څلور کسان وو چې لومړني یې پر ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچاودول او درې نور یې یادې موسسې ته ننوتل.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ۴۲ کسان یې ژغورلي چې له منځه یې ۱۰ بهرنیان دي. او په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې چې په همدې ورځ مازدیګر مهال د ملي دفاع وزارت مخې ته دوې غبرګې چاودنې وشوې چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان و وژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول.

په دغو دوو چاودنو کې د ښاري امنیت مدیر مولانا صادق، د ملي دفاع وزارت د حمایوي ځواکونو قومندان جنرال رازق پنجشیری، د ولسمشر د ساتونکو ډلې مرستیال جنرال زمان احمدزی، د دوهمې امنیتي حوزې آمر او مرستیال په شمول ۱۳ پولیس او اردو عسکر و وژل شول.

طالبانو د ملي دفاع وزارت مخې ته د چاودنو مسوولیت پر غاړه اخېستی خو د کابل د وروستي برید په اړه یې څه نه دي ویلي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ