کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / پاکستان وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی

پاکستان وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه۱۳۹۵ل): د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ «سرحد» محفوظ نه دی.

هغه د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې وویل چې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې کسان د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښې تیریږي چې ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ ۲۶۰۰ کیلومتره اوږد «سرحد» محفوظ نه دی.

د ډيورنډ فرضي کرښه پاکستان د افغانستان سره رسمي سرحد ګڼي او افغانستان یې د پاکستان له جوړیدو سره تر دې دمه د سرحد په توګه نه مني.

سرتاج عزیز د پاکستان پارلمان ته په استجوابیه غونډه کې وویل چې د تورخم پر دروازه د اول جون څخه بارډر منجمنټ اصول پلي کړي او د افغانستان د مخالفت سره سره پاکستان د افغانستان سره پر «سرحد» دروازه جوړه کړله.

سرتاج عزیز په وینا د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري اړیکو له کبله پر «سرحد» تګ راتګ خورا ډیر دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ