کور پاڼه / ټولنیزه برخه / ازادي غوښتونکو لپاره دصحرا دزمري عمر مختار زريني ویناوي

ازادي غوښتونکو لپاره دصحرا دزمري عمر مختار زريني ویناوي

قاري احسان

عمر مختار دلیبیا اوسېدونکی و، په (۱۸۶۲-۱۹۳۱) کي يي دنیا ته سترګي غړولي وې، کله چي اټالیا پر لیبیا په ۱۹۳۱ کي تجاوز وکړ، دده عمر ۵۳ کاله و، پوره شل کاله يي په ډیر ضعیف العمري او دمرځ په حال کي د خپل وطن او ازادي لپاره داټالویانو سره سخته مقابله وکړه، تاریخ پوهان لیکي چي په زر غزاګانو کي يي شرکت کړی و.

کله چي داټالویانو له خوا ګرفتار سو، په پانسۍ محکوم او د۷۳ کاله په عمر شهید کړل سو. انا لله وانا الیه راجعون.

عمر مختار دوخت ډیر مشهور او ستر مجاهد و، دصحرا په زمري، شیخ المجاهدین او شیخ الشهدا سره مشهور و، عمر مختار دازادي په هکله ډیري په زړه پوري او دفایدي نه ډکي ویناوي لري، ځکه ده مرحوم پوره شل کاله دازادي لپاره په ډیرو سختو شرایطو کي دډیر زورور او قوي دشمن سره مقابله وکړه.
 
دعمر مختار دیو څو غوره ویناو له جملي نه په دې ډول دي:

*…زه پر دې باور لرم چي حریت زما حق دی، او پر دې هم یقین لرم چي زما وطنوال هم دژوند کولو حق لري، او دا ایمان مي تر هره سلاح ډیر قوي دی.

*…که مي دتوري قوت مات سوی دی، خو معنوي قوت به مي هیڅ کله هم له ماتي سره مخ نه سي.

*…ددشمن هغه واری چي ملا دي نه ماته وي، هغه قوت او زور در بخښي.

*…ډیر زر به له مانه وروسته له یو داسي پيړۍ سره مخ سئ، چي در سره جنګ به کوي، او یاد ساتئ چي زما حیات به ډیر اوږد وي، زما تر هغه زندګي چي ډیره کمزوري ده.

*…مروکۍ ! مه خپه کیږه، الله مو حافظ دی، موږ دهغي لاري لارویان یو چي له وړاندي يي سختي راته معلومه وه، اې زما مور جاني! زموږ په قبرو او په سرو به ددې لاري هر لوری مضبوطیږي.

مورکۍ! دا دحق لاره ده، په دې خوشحاله سه، چي موږ د الله سره ددنیا سودا کړي ده
، دداسي دنیا چي شیطان يي راته دذلت ژوند ډیر خوږ ښکاره کوي، او زه د الله پر لارویانو عاشق یم، او په دې خبره مي روح ډیر خوښحاله کيږي.

*…چا چي دخلکو سره فریب او دوکه وکړه، هغه ورسره غدر وکړ.

*…په اراده کي به ډیر قوي اوسئ، او هیڅ کله به هم سستي نه کوئ، ځکه ډیر ځله به یو کار درته ضروري وي، او بیا به ددې فرصت هم پیدا نه کړئ چي ددوهم ځل لپاره سر پورته کړئ.

*…س: ددې کمزوري حکومت سره دي ولي په دونه متصل او سخت جنګ لاس پوري کړ؟

ج: ځکه زما دین په همدې را ته امر کوي.

*…س: کله دي دا فکر کړی دی چي په دغه کم قوت او لږو نفرو به موږ ته ماتي راکړي؟
ج: نه! دا ډیر ګران کار دی.

*…س: نو بیا دي څه عقیده ده، څرنګه به خپل هدف ته ځان رسوي؟
ج: بل هیڅ نه غواړم، یوازي دخپل وطن نه ستاسو شړل مي ارمان دی، ځکه تاسو تیری کونکي یاست، او له تاسو سره جنګ کول فرض ګڼم، او په دې باوري یم چي کامیابي یوازي د الله له لوري ده.

*…یقینا موږ جنګ درسره کو، ځکه پر موږ دخپل دین او ازادي دفاع فرض ده، تر څو یا تاسو په تور مخ ونه شړو، او یا موږ دمرګ کومي ته ځان ونه غورزو، له دې نه بغیر بله لاره مو په وړاندي نسته چي موږ يي انتخاب کړو.

انا لله وانا الیه راجعون


*…دکامیابي په لار کي شک تر ټولو ستر خنډ دی.

*…موږ هیڅ کله هم نه تسلیمیږو، یا به مو کامیابي په برخه وي، او یا به وژل کیږو.

*… تاسو به هلته کامیاب یاست ،کله چي زموږ معنويات مات کړئ.

*…موږ ازادي غوښتونکو ډیر له وړاندي لا دا قسم کړی دی چي: موږ به یو په بل پسي مړه کیږو، خو نه به تسلیمږو او نه به سلاح په زمکه ږدو.

*…کله چي دوخت قاضي پر عمر مختار د پانسۍ حکم وکړ، عمر مختار په ډیر غیرت سره په لوړ اواز ورته وخندل، او ويي ویل: چي دحکم حق یوازي د الله سره دی، نه له تاسو سره، ستاسو حکم تر هرڅه ډیر کمزور دی.

*…یقینا ظلم دمظلوم څخه زمری جوړه وي، او څونه چي مجرم په خپل زور غوره وي، هغومره به يي له وام او بېري نه زړه هم په لړزا وي.
 
قاري احسان

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ