نظــر

آخر د پاکستانۍ ملالې لمن ور په سر شوه!

 له پیله ډېری خلک په دې نظر و چې د غرب او اروپا په آسمان کې یو په یو د پاکستانۍ ملالې د ستوري ځلېدل تر شا یو څه لري، غربیان څه لیونیان نه دي چې وړې نجلۍ ته ډول وهي، او نڅوي يې! دوی په حقیقت کې ددې لوبې تر شا خامخا ځانګړې موخې لري.

دا دي اوس همداسې وشول، دا چې پاکستانۍ ملاله اروپا ته ورسول شوه، هلته له دارو او درملو وروسته صحنې ته راووته، له بانکي مون سره یې غوږ وجنګولو، ور پسې یې د سپینې ماڼۍ په لوری لکۍ په سر واړوله، او غربیانو چکچکې ورته کولې، دا ټول بې څه نه و!

د الحیات لندن مېشتې عربي ورځپاڼې د خبر په اساس ( زه ملاله ) کتاب چې د نوموړې په نوم لیکل شوی،  په دې وروستیو کې ښه په درز کې کمپاین ورته کېدو چې د پاکستان د مسلمان ولس د بچیانو د بې لارۍ لپاره دې په تعلیمي نصاب کې مقرر شي،  مګر داسې ونه شول، د پاکستان د تعلیمي ادراو له خوا نوموړی کتاب له اسلامي لارښوونو او د پاکستان د مسلمانې ټولنې له کلتور او ارزښتونو سره د ټکر له وجې مردود و ګڼل شو!

د نوموړې ورځپاڼې د خبر په اساس په ( زه ملاله ) کې یو ستر او لوی له اسلام او د مسلمانانو له عقېدې سره مخالف ټکی دا دی چې په ( زه ملاله ) کې د بیان د آزادۍ په نامه د سلمان رشدي د شیطاني کتاب ملاتړ او ستاینه شوې ده!!! په دې کې شک نشته چې لکه څه رنګه چې ملاله غرب ملاله کړه، نوموړی کتاب هم غرب د ملالې کتاب کړی، که نه په دې ټول پوهېږي چې آیا پاکستانۍ ملاله په رښتیا دومره ده چې د سلمان رشدي  په شیطانت پوه شي او بیا یې ښه او بد معلوم کړي! که فرض شي چې دومره توانمندي لري اوکولی شي دا ډول اوتې بوتې ووایي نو پرته له شکه چې دا هم د غرب له برکته، د غرب لپاره او د غرب په خوښه شوي دي!

د سوال ځای دا دی چې غرب تل اسلامي ټولنې او مسلمانان تورنوي، چې له ماشومانو سره ناوړه چلن کوي، د ماشومانو له بې خبرۍ او بې پروایۍ نه ناوړه استفادې کوي! دوی خپل دغه کرغېړن عمل ته څه ډول جامه ور اغوندي؟!  چې یوه وړه ماشومه د  خپل دین، خپل ولس او خپل هېواد مخالفت ته هڅوي! په برخلیک او راتلونکي يې لوبې کوي! په دې کې شک نشته چې د پاکستانۍ ملالې کیسه اصلا د ناولي پلار له خوا ور خرابه ده! نوموړي د دې لپاره چې د دنیا یو څو ورځې لږ په ډکه خېټه تېرې کړي، خپله وړه لور یې دغربي لنډغرو، دوکه بازانو او ټګمارانو غېږې ته ور واچوله!  نه یې د خپل دین پروا وساتله، نه یې د خپل ولس او هېواد پروا وساتله، او نه یې د خپلې لور د حیثیت او راتلونکي پروا ولرله! او نه یې د پښتون قوم غیرت او شهامت ته وکتل! خو خبره دا ده چې د بشردوستۍ ټیکه داران ولې دومره پریوتول چې د یوې وړې نجلۍ له ناپوهۍ او بې عقلۍ نه د استفادې لپاره یې د هغې پلار هم دېته وهڅولو چې د خپل دین او ولس دارزښتونو دمخالفت په قیمت یې لور پرې خرڅه کړه؟؟!

 آیا دا د بشر حقوق دي؟ آیا دا له ماشومانو او دهغوی له راتلونکي سره خواخوږي او همدردي ده؟ د اسلام او مسلمانانو د ښمنان باید پوه شي چې د تاریخ په اوږدو کې ستاسو ګڼې او لويې لويې دسیسې او توطیې نه دي توانېدلې چې د اسلام د مبارک دین ځلانده څېره پیکه کړي، نو په دې به یې هم شل نه کړئ! تاسو څه فکر کوئ چې یوه وړه نادانه ماشومه چې تر اوسه خپل مخ سم نشي وینځلئ! تر کومه به ستاسو د موخو په پوره کولو کې له تاسو سره مرسته وکړای شئ!

 دا سمه ده چې تاسو کولی شئ نوموړې د یوې آلې په توګه وکاروئ! ښکته یې کړئ پورته یې کړئ! اخو یې کړئ دیخوا یې کړئ! له خپلې خوښې سره سم یې و نڅوئ! او پلار یې هم په دې لوبه کې در سره شریک کړئ، خو د اسلام او مسلمانانو به هېڅ کم نشئ کړای او نه به د اسلام د مبارک دین حقانیت ته کوم زیان ورسولی شئ! بلکې دا به لا ستاسې له شیطانت، جنایت، خیانت، وحشت او بربریت نه پردې پورته کړي!

زلمی هېوادوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x