عقل او زړه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

  تېره شپه بیا د عقل او زړه ترمنځ اختلاف را منځته شو، له یو بل سره یې خبرې اترې کولې او دواړو زه د قضاوت او شاهدي له پاره ور وبللم، کله چې ور ورسېدم، نو زړه عقل ته وویل :  ته احساسات نه لرې د مینې او محبت په مانا نه پوهېږې، دا زه یم چې په ډېر کوچني احساس سره درزېږم او ژر اغېزمن کېږم .

عقل په ځواب کې وویل : سمه خبره کوې، خو دومره خود خواه یې، چې د خپلې ګټې له پاره رېږدې او د
خپلو هوسونو په خاطر لاندې باندې کېږي . زه هېڅکله د ځان په اړه فکر نه کووم او په پرله پسې توګه نورو ته خدمت او لارښوونه کووم .

زړه وویل : آخر ولې دومره بې انصافي کوې، آیا زه د ټولو ساتونکی نه یم ؟ آیا لیدلي نه دي، کله چې موږ په غم اخته کېږو، زه څومره ټپي کېږم او هرکله چې په مظلوم باندې د ظالم ظلم وینم څومره ځورېږم ؟ آیا زه په دې هرڅه کې کومه برخه نه لرم ؟

عقل په خندا شو او وې ویل : ته په یوازې توګه کوم کار نه شې ترسره کولای . که چېرې زه تاته لارښوونه ونه کړم، نو بې لارې کېږې . دې هرڅه ته په نه پام سره، د عقل له مرستې پرته لېونی زړه په ټول عالم کې رسوا دی . که چېرې سترګې کوم څه ونه وینې ستا کور هم تیاره او خاموشه کېږي .

د دې خبرې په اورېدو په زړه باندې اور بل شو او چیغې یې کړې : بس کړه ولې درواغ وایې ؟ آیا د هغه کوچني ماشوم ژړا، چې د شپې له خوا د خپلې مور له سترګو څخه خوب غلا کوي او ما په هیجان راولي، د سترګو په کوم ځای پورې تړاو لري ؟ د هغه مسافر ځوان غږ چې له مسافرۍ څخه تازه کور ته را رسېدلی وي، د خپلې مور زړه له خوښیو او خوشالیو څخه مال امال کوي، له سترګو سره څه کار لري ؟ پرته له شکه وبه وایې، چې دا هم د غوږونو مرسته ده، چې ته رېږدې او خوشالي کوې، مګر له دې څخه سترګې نه شې پټولای، چې زه د تر ټولو سپېڅلې مینې یانې د مورنۍ مینې ځای یم .

عقل ځواب ورکړ : دا هر څه چې ته وایي، ښایي تر یو بریده سم وي، خو نړۍ د عقل په واسطه څرخېږي . د زړه په غوښتنو پسې تلل په هر ځای کې بد دي . زړه وویل : دا هر څه چې ته وایې ښایي تر یو بریده سم وي، خو مینه او لېوالتیا له ماسره را منځته شوي دي او له ماسره به له منځه لاړ شي .

د آسمان و ځمکې مهربانۍ او د پرښتو غږونه زما له غږ سره همغږي دي . دا هرڅه یې ویل او ژړل یې . په رښتیا چې زړه مې رښتیا ویل . نه پوهېږم، چې د انسان زړه یې له څه شي څخه جوړ کړی دی، چې دومره حساس او ژر ځورېدونکی دی . ډېره ځله مې له زړه څخه وپوښتل : اې زړه ! ما په تا کې کوم ډول درد پټ کړی، چې داسې ژاړې ؟ په دې راز باندې خپله هم نه پوهېده .

عقل وویل : زه له تا څخه ډېر لوړ یم او د انسان د پیداښت له پیله هم زه له تا څخه لوړ وم او دا خپله زما د غوره والي دلیل دی . کله چې زړه وغوښتل، چې ځواب ورکړي، نو خوله مې یې ور پټه کړه او ورته ومې ویل : ستا دې په الله (ج) قسم وي، نور بس ده، ستاسو له دې خبرو او کارونو څخه ډېر وېرېږم، چې هسې نه الله (ج) تاسو دواړه له ما څخه واخلي . په ډېر عذر او زاریو مې دواړه سره پخلا کړل او له دوی څخه مې وغوښتل، چې له یو بل سره ملګرتیا او مرسته وکړي او ما خپلې موخې ته ورسوي . دواړو زما خبره ومنله او په ډېرې خوشالۍ له کوره بهر شوم، چې خپل کارونه ترسره کړم، مګر څو ګامه چې وړاندې لاړم، د یوه ښکلي مخ په کتلو سره زړه درزا پیل کړه، عقل چیغې کړې او وې ویل : اې هوسبازه ! ودې لیدل هرڅه مې چې ویلي وو، درواغ نه وو، زه په هماغه ورځ پوه شوم، چې عقل او زړه نه پخلا کېدونکي دي، نور نو د دوی دواړو په کار کې کار نه لرم . آیا په رښتیا همداسې ده ؟ په دې اړه ستاسو نظر څه دی ؟

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ