کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / پاکستان د تازه میوو صادراتو لپاره نوې ستونزې ایجادې کړي
Illusion By Umer HASSAN

پاکستان د تازه میوو صادراتو لپاره نوې ستونزې ایجادې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): په کندهار کې د سوداګرۍ اتاق او تازه میوو سوداګر وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې تر خلاصون وروسته د تازه میوو صادرات له نوو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي چې پاکستاني چارواکو د هر موټر مېوې پر سر ۳لکه پاکستانۍ کلدارې ضمانت غواړي او دغه کار د دې لامل شوی چې پاکستان ته د میوو انتقال پروسه یو ځل بیا پر ټپه ودریږي.

نېږدې ۲۰ ورځې وړاندې پاکستاني لوري د سپين بولدک-چمن لاره د دوه اونیو لپاره د هر ډول تګ راتګ، صادراتو او وارداتو پر مخ تړلې وه چې له کبله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان واوښت.

یاده لاره تېره پنجشنبه د بریالیو مذاکراتو په ترڅ کې خلاصه شوله خو اوس پاکستاني لورو نورې تازه ستونزې پیدا کړي دي.

د کندهار د تازه میوو د سوداګرو د اتحادیې رییس حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د سپین بولدک-چمن لارې خلاصېدو سره د انګورو او خربوزو صادرات پاکستان ته یو ځل بیا پیل شول خو متأسفانه پاکستان ګمرک د میوو لېږدوونکي موټر درولي دي.

هغه زیاته کړې چې پاکستاني چارواکو د تازه میوو موټر له دې کبله درولي چې د هر موټر پر سر ۳لکه پاکستانۍ کلدارې ضمانت ترې غواړي.

د ناني اغا په وینا چې د دغې ستونزې د حل لپاره يې په هماغه ورځ اقدام کړی، د سوداګرۍ اتاق له مسوولینو سره یې خبرې کړي او هغوی په کندهار کې د پاکستان جنرل قونسل سره یاده ستونزه مطرح کړې.

نوموړي وویل چې پاکستاني چارواکو ته يې وویل چې په موټرو کې مېوې بار دي او که دغه موټر د ضمانت په بهانه ودرول شي نو مېوې به خرابې شي، په داسې حال کې چې دوی ته د لارې د بندیدو له کبله ډیر تاوانونه اوښتي دي.

ناني اغا له قوله دغه ستونزه د پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد د ترانسپورتي شرکتونو د مسوولینو تر منځ دی ځکه مېوې د هغوی [پاکستان] په موټرو کې لېږدول کیږي او ضمانت هم باید هغوی ورکړي.

د کندهار د سوداګرۍ اتاق هم یادې ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په کندهار کې یې د پاکستان جنرل قونسل، په پاکستان کې د افغانستان سفارت، ماليې، سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو سره یې ستونزه مطرح کړې ده.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ