افغانستان

کابل کې پوهنتونونه تړل شوي دي

نن ټکی آسیا: په کابل ښار کې د دریو دولتي پوهنتونونو په شمول ګڼ شمېر  پوهنتونونه د پنځو ورځو لپاره د محصلینو پر مخ تړل شوي.
د پوهنتونونو محصلینو ته ویل شوي چې د محرم الحرام د لسمې یا عاشورا د ورځي په تړاو سر له ننه (سه شنبه، د لړم ۲۰مه) د پنځو ورځو لپاره عمومي رخصتي ده.

د کابل د ښوونې او روزني پوهنتون یوه محصل نن ټکی آسیا ته وویل : د دولتي پوهنتون رخصتۍ ښایې لس ورځې وغځېږي؛ځکه د عاشورا له ورځې څو ورځي وروسته له امریکا سره د تړون لاسلیک کولو لپاره را بلل شوې، مشورتي لویه جرګه هم دایریږي .
کابل کې پوهنتونونه پر داسې مهال رخصتیږي چې تېر کال د کابل پوهنتون یو شمېر سني او شیعه محصلینو خپل منځ کې شخړه وکړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x