
د حاجي احمد فرید د مور بي بي د فاتحې اعلان
په خواشينې سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ولسي جرګې د پخواني غړي،د بهرنیو اډو پرضد د ملي یووالي جبهې د اجرایه شورا غړي حاجي احمد فرید مور بي بي د حق داعي ته لیبک ووایه، جنازه او تدفین یې د بي بی په پلرنۍ کلي کې ترسره شوې.
په کابل کې یې فاتحه د بي بي د زامنو او قریبانو لخوا د چهارشنبې ورځ د څلورمې کارتې د شیرشاه سوري په جامع جومات کې اخیستل کیږي
وخت: ۱:۳۰ ماسپښین څخه تر ۳:۳۰ بجو پوري
نیټه: ۱۷ وږی ۱۳۹۵ ، ۷ سیپټمبر ، ۲۰۱۶، چهارشنبه
ځای: شیرشاه سوري جامع مسجد، څلورمه کارته، کابل ښار
د اړیکو شمیره:
۰۷۷۴۱۵۴۶۷۷
دمحترم حاجي فرید دمور په مرګ ډېر غمګين شوم ، الله د جنتونه په نصیب کړي !
دې خدای بخښلې مور زمری زوی نړۍ ته را وړی چې ټول مسلمانان پرې وياړي !
ميا صیب حاجي فرید یوه پاکه مسلمانه پښتنه کتله ده چې مونږ ټول پرې ویاړو !
کاشکې خدای پاک دومره امکانات راکړي وی چې له دې محترم سره مې یووارې خپل زړه خلاص کړی وی .
انا لله و انا الیه راجعون د هر مسلمان په مړینه چه زمونږ دینی ورونه او خویندی دی ، باید مسلمانان خوابدی شی او د مغفرت دعا ورته وکړی په خانګړی ډول د هغو مسلمانانو ورونو د مړینی په اړه چه د فرید استاذ په شان پوهه او متقی مسلمانان وی . مونږ د هغه د مور په اړه د مغفرت دعا کوو او له الله ج څخه حاجی صاحب فرید او دده ټولی نجیبی کورنی سره په دی غم کی ځانونه شریک ګڼو الله ج دی صبر جمیل ورپه برخه کړی او د هغی برکت دی الله ج د… نور لوستل »
خدای تعالی دې د حاجي صاحب والده شریفه وبښي خدای ج دې جنتونه ورکړي، حاجی صاحب ته یې حلالې او پاکې شیدې ورکړي دي، په شیر یې رحمت.