کابل: دفاع وزارت مخې ته د غبرګو چاودنو تلفات نور هم لوړ شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې د یاد وزارت مخې ته د تېرې ورځې دوه غبرګو چاودنو ۳۵ کسان وژلي او تر سلو زیات يې نور ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼې ادعا کړې چې د چاودونو ډیری قربانیان او ټپیان ملکیان دي.

د سرچېنې په وینا په ټپیانو او وژل شوو کسانو کې یواځې ۵ تنه د ملي دفاع وزارت منسوبین دي.

خو پژواک خبري اژانس لیکلي چې د دوی سرچېنې ښيي چې د تېرې ورځې په غبرګو چاودنو کې ډیری وژل شوي کسان نظامیان دي. یاد اژانس د معلوماتو پر اساس په پرونۍ چاودونو کې د ملي دفاع وزارت د حمایوي ملاتړ قومندان، د دوهمې امنیتي حوزې آمر او مرستیال هم وژل شوي دي.

پر دې سربېره د ښاري امنیت مدیر مولانا صادق، د ولسمشر د ساتونکو ډلې مرستیال جنرال زمان احمدزی او یو شمېر پولیس او د اردو عسکر وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مخې ته د چاودنو مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې لسګونه د پولیسو او اردو افسران یې وژلي دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
sayed gul agah banouri
میلمه
sayed gul agah banouri

تاسی باوروکړۍ ! داچه هره ورځ زمونږ مسلمانان ورونه هره ورځ مری ،اوهره لحظه ټپیان کیږی ،زړه می دومره درد کوی اوحافظه می هم کار پریږدی،وجود می کمزوری شی ، لکه هرګذار،هره ګولۍ چه زما په زړه لږیګی ، یاالله څه وکړم ،هیڅ می پروس پوره نه دی ،اوځما په څیر به بیشمیره خلك هم پدی غمیزه ،کړیږی او ژړیږی ؟ خوځنی خلك ،چه تعداد ئې ډیر کم دی ،اوصفتونه ئې هم دغلو، ظالمانو ،مزدورانو ،غاصبانو ،حرامخورو ،متعصبینو،بد اخلاقو اوبدماشانو دی ؟ دوی نه زړه لری ،نه درد ،اونه احساس،نه ورورګلوی ، نه خواخوګی ، لری ! اوسترګی هم نه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سید ګل اغا صاحب سلامونه می ومنه ! هر نفس د مرګ څکونکی او د هر چا مرګ په تقدیر کی لیکلی چه له څه او جیری به وی ، که مونږ په دغو عقیده او باور لرو او که یی نه لرو دغه کیدونکی دی هغوی چه باور نه پری لری هم په عملی بڼه کی یی ګوری یعنی باور نه لرل د هغو خپله بدمرغی ، ناپوهی ، ناغیړی او بدمرغی ده . په هر صورت هغوی چه عقیده لری ، هغوی ته وایم ، او د ځان او ستاسی په اړه وایم ، چه تل ژوندی نه… نور لوستل »