افغانستان

حزب اسلامي هم په لویه جرګه کې ګډون کوي

 نن ټکی آسیا: له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په موخه د ترسره کېدونکي مشورتي لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون چارواکي وایې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې اجرائیه شورا په جرګه کې د ګډون غوښتنه ترې کړې ده.

دا مشورتي لویه جرګه چې د چمتو کوونکو په وینا یې، لس ورځي وروسته د لړم پر دېرشمه نېټه به په کابل کې له امریکا سره د امنیتي سند،امریکا ته د دایمي اډو، امریکايي ځواکونو ته د قضايي صلاحیت او مصونیت د تړون د لاسلیک کولو په پار را بلل کېږي، پر طالبانو سربېره بېلابېلو وړو او لویو ټولنو، علماوو،پوهانو، منورینو او د هېواد اکاډمېکو څېرو مخکې له مخکې ورسره کلک مخالفت ښودلی دی.
د دغې لویې جرګې د چمتوالي کمیسیون د دارلانشا مشر صادق مدبر له بي بي سي سره د خبرو پر مهال وویل: جرګه به د راتلونکې اونۍ د پنجنشبې په ورځ چې د لړم د میاشتې دېرشمه کېږي، په کابل  کې جوړه شي او څلور ورځې به دوام ولري.
د ښاغلي مدبر په وینا د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرایه کمیټې استازې هم په جرګه کې ګډون کوي او په خبره یې«خپله يې له موږه د ګډون غوښتنه کړې وه.»

د شناندو په اند، تمه وه چې د حکومت د وسله وال مخالفت دغې مدعې ډلې به هم د طالبانو په څېر د هېواد پلورني له دې ملي خیانت سره مخالفت څرګند کړی وای؛خو پرعکس کابل ته د غیرت بهیر په مشرۍ د دوی تللي پلاوي له ارګ څخه د ځان لپاره  په دې جرګه کې د ګډون کولو اجازه غوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x