کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبان: په شهرنو کې د برید هدف د «اشغالګرو» استخباراتي مرکز وو

طالبان: په شهرنو کې د برید هدف د «اشغالګرو» استخباراتي مرکز وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کابل ښار په شهر نو سیمه کې د بهرنیانو میلمستون مخې ته درنه چاودنه رامینځته شوه او ورپسې څو تنه بریدګر د میلمستون ودانۍ ته ننوتل او نږدې ۱۲ ساعته یې له دولتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

تر اوسه د یادې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه و اخیستی، خو اوس چې له برید څخه شاوخوا ۲۴ ساعته تیریږي، طالبانو یې پړه په غاړه واخیسته او د لسګونو بهرنیو او کورنیو اتباعو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د برید هدف د «اشغالګرو ځواکونو اړوند یو پټ استخباراتي مرکز» وو، چې په خبره یې، د مېلمستون نوم یې پرې ایښی وو. نوموړی زیاتوي چې په دغه مرکز کې استخباراتي پلانونه طرحه کېدل او له تېرو درې میاشتو څخه د طالبانو تر تعقیب لاندې وو.

ښاغلی مجاهد د سرتیرو بریدګرو شمېر ۵ ښيي او وايي چې لومړي بریدګر د منفجره موادو ډک موټر د چاودنې په واسطه د ودانۍ له دروازې څخه موانع لرې کړل او ورپسې په سپکو او درنو وسلو سنبال څلور تنه بریدګر د یاد مرکز مینځ ته ننوتل.

طالبان وايي چې په ۱۲ ساعته جګړه کې د نوموړي مرکز ودانۍ تر ډیره ویجاړه کړې او لسګونه تنه «بهرني اشغالګر او کورني همکاران» مړه او ژوبل کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د هیڅ بهرني یا کورني وګړي وژل نه مني او زیاتوي چې په ټوله جګړه کې فقط شپږ ملکي کسان زخمي شوي دي. تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې یو ملکي وګړی وژل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې «امنیتي حساسیتونه او ملحوظات» د دې لامل وګرځیدل چې د برید په اړه یې د دریځ په روښانه کېدو کې ځنډ رامینځته شي.

که څه هم دولتي چارواکي د برید هدف د پاملرنې موسسه ګڼي، خو د پاملرنې موسسې نن په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دوی دفتر ته څیرمه یوه بله ودانۍ، چې ګومان کیږي د دولت اړوند ودانۍ ده، تر وسلوال برید لاندې راغلې.

د پاملرنې موسسې اعلامیه زیاتوي چې د دوی ټول کارمندان په خوندي ډول له سیمې وتلي دي خو د موسسې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دفاع وزارت دروازې مخې ته هم دوه غبرګې چاودنې وشوې، چې له کبله یې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوړ پوړو افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ