له ښي طرفه: عبدالغفور انصاري (۳۵ کلن)، ضمیرالدین (۴۳ کلن)، وراثت حسین (۵۸ کلن)

هغه حاجیان چې ۵۶ کاله مخکې حج ته تللي وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): ۵۶ کاله وړاندې له هند څخه درې تنه حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړل. دغه حاجیان د بایسکیلونو په واسطه تر زرګونو کیلومتره سفر وروسته د تبوک ښار ته ورسېدل.

په ۱۹۶۰م کال کې د تبوک ښار ته د هند درې تنه اوسیدونکي راغلل چې تر ۹۰۰۰ کیلومټره مزل وروسته دغه ځای ته رارسیدلي وو، هغوی دغه واټن د بایسکیلونو په واسطه په ۸۲ ورځو کې طی کړی وه، له هند څخه پاکستان، ایران، عراق، اردن او بالآخره سعودي عربستان ته د دې لپاره راغلي وو چې د حج فریضه ادا کړي آو د نبوي مسجد زیارت وکړي.

کله چې د سعودي عربستان خاورې ته داخل شول، د ویزې د نشتون له امله د تبوک په سیمه کې پولیسو ونیول، امنیتي چارواکو د سعودي پاچا ملک سعود بن عبدالعزیز ته پیغام واستاوه چې دغو کسانو ته ویزه ورکړي او اجازه ورکړي چې مدینې منورې او بیا مکې مکرمې ته لاړ شي.

دغو حاجیانو ویل چې له هند څخه تر سعودي عربستان پورې د ټولې لارې په اوږدو کې یې خلکو ډیر قدر کړی او د هرې سیمې خلکو به یې هرکلی کاوه.

هغوی ویل چې کله د سعودي خاورې ته داخل شول له یو کوچي سره مخامخ شول چې اوښان یې پوول، یو تر بله په خبرو نه پوهیدل، کوچی خپله اوښه ولوشله او درېواړو ته یې د اوبو پتکونه له شیدو ډک کړل، او بیا یې د لاس په اشاره لنډه او اسانه لار وروښودله.

يادو حاجیانو له ځانونو سره اوبه او خرما لیږدولې، په لاره کې به یې ډوډۍ هم اخیسته او هره ورځ یې له ۳ څخه تر ۶ هندي روپیو پورې مصرف کاوه.

هغوی په پاخه سړک روزانه ۱۰۵ کیلومټره لار طی کوله او په خام سړک یې په ورځ کې له ۴۵ څخه تر ۷۵ کیلومټرو پورې سفر کاوه.

ضمیمه انځور یې هغه مهال اخیستل شوی چې تازه د سعودي عربستان خاورې ته داخل شوي وو.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.