کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / له تجارتي مالونو څخه ډک چینايي ریل ګاډی افغانستان ته ورسېد

له تجارتي مالونو څخه ډک چینايي ریل ګاډی افغانستان ته ورسېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د چین څخه لومړنی ریل ګاډی چې د تجارتي مالونو څخه ډک و د افغانستان حیرتان بندر ته ورسېد.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ویلي چې دغه ریل ګاډی د ۱۲ ورځې سفر څخه وروسته د قزاقستان او ازبکستان له لارو نن سهار د افغانستان حیرتان بندر ته ورسېد.

د فرهاد په وینا دغه ریل ګاډي چې ۸۴ واګونه /کانتینره/ چینايي مالونه یې افغانستان ته راوړي دي، ټاکل شوې چې د افغانستان محصولات به چین ته ویسي.

هغه ویلي چې ټاکل شوې چې را روانه میاشت به د دواړو هېوادونو تر منځ به تجارتي اموال د همدې ریل ګاډي په وسیله افغانستان او چین تر منځ حمل و نقل شي.

اوسمهال د افغانستان اموال د کراچۍ د بندر له لارې افغانستان ته واردیدل چې نېږدې دوه میاشتې وخت یې غوښتلو.

د بلخ د والي ویاند له قوله د ریل ګاډي لاره نه یواځې دا چې د پاکستان له لارې څخه کم دی بلکې ګمرکي تعرفې يې هم د پاکستان په نسبت کم دي.

اوسمهال په افغانستان کې یواځې ۷۹ کیلومتره ریل پټلۍ موجوده ده چې افغانستان له ازبکستان سره نښلوي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ