افغانستان

اربکیان دغوربند-بامیان پر لویه لار د پاټکيانو یاد تازه کوي

نن ټکی آسیا: په مشرانو جرګه کې د بامیانو یو استازی وایي: د ملک غفور زامن-په نوم یو پاټکی او اربکی باڼد د غوربند- بامیانو پر لویه لار شوکو ته لاس اچولی او له موټر چلوونکیو څخه پیسې اخلي. نوموړي زیاتوي چې د ملک غفور زامن په نوم دا ډله چې د حکومت په اډانه کې رسمي معاش لري او په سېمه کې د اربکیانو مشرۍ هم ور په غاړه ده.

د جعفري په خبره ، وروسته له هغې چې د حکومت له لوري د ملک غفور زامنو په نوم د اربکیانو دا وسله وال بانډ په سېمه کې په دنده ګمارل شوي، ورسره جوخت په سېمه او لویو لارو کې ناامنۍ، غلاګانې ، شوکې او د ملکي خلکو بې ځایه ځورونو هم زور اخیستی.
د بامیانو استازي ښاغلي جعفري زیاته کړه، همدې اربکیانو د بامیان-غوربند په لویه لار پاټکونه اچولي او له موټر چلوونکو په ځانګړې توګه د تېلو او ساختماني تجاراتي لاریو له موټر چلوونکو څخه د یو موټر پر سر (د ۸، ۱۰، ۱۲ او تر ۱۵ زره افغانۍ پورې) اخلي او که یې څوک ورنکړي وهل-ډبول ورکوي او په زور یې ترې وړي.
د یاد سناتور د څرګندونو په باب تر دې مهاله ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x