کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورونې لا هم دوام لري

پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورونې لا هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): که څه هم د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ناثبت افغان مهاجرین به نور نه نېول کیږي او نه به یې هم په خلاف قانوني اقدام کیږي، خو سربېره پر دې هم پولیسو سلګونه افغان مهاجرین نيولي دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د پېښور د ډیرو برخو څخه دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ناثبت افغان مهاجرین لا هم د پولیسو هدف دی، دوی نېول کیږي او زندان ته اچول کیږي.

د راپور له مخې ناثبت افغان مهاجرین نه یواځې دا چې د پولیسو په چاپو کې نېول کیږي بلکې د ګزمې پر مهال هم د پولیسو لخوا نېول کیږي.

غلام حسین چې د پېښور د نوتیه جدید په ګل اباد سیمه کې اوسیږي د تېرې شنبې په ورځ پولیسو نېولی و. حسین مخکې تر دې چې د پولیسو لخوا ونېول شي، د پېښور څخه د کور په بارولو بوخت و. هغه د کلي د سپين ږیرو په منځګړتوب خوشې شو او ایف آي آر یا لومړنی معلوماتي راپور یې مقابل کې ثبت نشو.

د ګلبرګ یوې افغانې مېرمنې ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې د دې یواځېنی زوی پولیسو د تېرې یکشنبې په ورځ نېولی دی. «هغه پولیسو نېولی او پر خلاف يې د بهرنیانو د قانون له مخې قضیه ثبت شوې ده». د راپور له مخې د یاد افغان مور چې افغانستان ته د تګ لپاره چمتوالی نیسي، اوس د کور به بارولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

رحمن څو ورځې وړاندې د خپلو اتو ورونو سره یوځای پولیسو ونېولو. هغه زندان ته واچول شو او وروسته د بهرنیانو د قانون له مخې افغانستان ته وشړل شول.

د ټریبیون د معلوماتو پر اساس د تېرې یکشنبې ورځې پورې پولیسو ۳۰۰ افغانان د بهرنیانو د قانون له مخې نېولي او زنداني کړي دي.

«موږ قانون پلی کوو»

د ګلبرګ د پولیسو مشر ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې دوی د اعلی وزیر پروزیز خټک څخه هېڅ رسمي هدایات نه دي ترلاسه کړي څو دوی د ناثبت افغان مهاجرینو سره د نومبر تر ۱۵مې نرمي وکړي.

یاد چارواکي ویلي چې د پولیسو مشرانو ورته امر کړی چې په پېښور کې د ناثبت افغان مهاجرینو خلاف اقدام وکړي او ویې نیسي.

دا په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخوا د اسامبلۍ مشر اسدقیصر بیا ویلي چې د ناثبت افغان مهاجرینو سره نرمي پیل شوې ده. هغه زیاته کړې چې دی په نظر کې لري چې د پېښور د پولیسو مشر سره په دې اړه اړیکه ونیسي.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن بیا ټينګار کړی چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده دې تر ۲۰۲۱ پورې وغځول شي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ