مهتر لام بابا ادبي ټولنې ( يواتيايمه ) اونيزه غونډه نن تر سره شوه

mehterlam_baba_ghondaد اونيزو غونډو په لړ كې مهتر لام بابا ادبي ټولنې د( ۱۳۹۰ لمريز كال د تلې په ۲۹ مه ) خپله ( يواتيا يمه ) غونډه د جمعې په ورځ په دبورډ زيارتمځي تر شا په ( پي سي ايس ) كالج كې د الحاج ګل اغا شهباز په مشرۍ تر سره كړه محسن صديقي ځانګړى مېلمه وو غونډه د حمزه خاكسار لخوا دكلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سره پېل شوه د وياندويي چارې مير عالم نويد تر سره كولې او د تېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق قريشي واوروه .

ورپسې د امير محمد قاضي زاده په غزل كره كتنه وشوه چې د غونډې برخوالو پرې ګټورې خبرې وكړې .

په دويمه بر خه كې يوه ازاده او غېر ترحي مشاعره چې د لر اوبر شاعرانو پكې خپل ، خپل كلامونه ولوستل تر سره شوه . په غونډه كې ښاغلي ، شمشاد ارماني ، حمزه خاكسار ،تحسين الله تحسين، امير محمد قاضي زاده ،بلال ارماني ، ګل اغا شهباز ،نصرت الله ساحل ، ګلبدين پټان ، پرويز تنها ، ميوند ،وارث خان ، فضل سبحان شاهد الله ،نعمت سهار ، ګل اغا ګلزار ، محيب الله ، او نظيرالحق قريشي ، بر خه اخستې وه .

غونډه دماښام لمانځه نه ورسته په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته به مهتر لام بابا ادبي ټولنه درسي پروګرام لري چې دغه پروګرام به په هره دوه اوونيو كې يو وار تر سره كوي چې دپوښتنو او ځوابونو لړۍ به پكې هم دوام لري .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.