افغانستان

حزب اسلامي راتلونکې مشورتي لویه جرګه او انتخابات مردود ګڼلي

نن ټکی آسیا: د تیره ورځ د مشورتي لويي جرګې مشر صادق مدبر د بي بي سره په مرکه کي ویلي وه، چی حزب اسلامي ځیني غوښتنه کړې، تر څو په لویه جرګه کي برخه واخلي، خو نن د حزب اسلامي له خوا په نشر شوي یوه خبرپاڼه کي د نوموړي دغه خبره کاملا درواغ او بی اساسه بلل شوې، او ورسره یې لویه جرګه ناروا، دامنیتي تړون لاسلیکول، او د بهرنیو ځواکونو تر چتر لاندي انتخاباتو کي برخه اخیستل ټول مردود ګڼلي دي.

د حزب اسلامي ګوند پر رسمي ویب پاڼه شهادت باندي نشر شوي اعلامیه په لاندي ډول ده:

 په لویه جرګه کي دحزب اسلامي برخه اخیستلو خبر کاملاً درواغ او بی بنیاده دئ

12.11.2013

پرون دمشورتي لویې جرګې د دارالانشاه مدیر صادق مدبر د بی بی سی سره په یوه مرکه کي وویل : «حزب اسلامي هم په لویه جرګه کي برخه اخلي». حزب اسلامي دا خبر په کلکه رد کړ او دا خبر یې کاملاً درواغ او بی اساس وباله. دحزب اسلامي لخوا په افغانستان کي د بهرنیوځواکونو چتر لاندې : دلویه جرګې جوړول ،امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک او انتخاباتوکي برخه اخیستل مردود دي . ځکه دامریکا سره د امنیتي تړون په سند کي دنوروغوښتنوترڅنګ داهم : امریکایې فوځیانوته افغانستان کي دهغوی  په خوښه ځایونوکي اډې ورکول ،د امریکایې سرتیروجنایاتو ته قضایې خوندیتوب او مصئونیت  اوامریکایې استخباراتي اداروته په افغانستان کي پوره صلاحیت ورکول(دافغانانو پلټنه ،ځورونه ،بندیانولو او وژنه کي) شامل دي . چي داسې سند لاسلیکولو معنی دافغانانوپه لاس  د افغانستان دایمي اشغال ته رسمي اوقانوني بڼه ورکول دي. ددغې لوې جرګي ریس صبغت الله مجددی په ډیره بی شرمی سره وایې : امریکا سره باید د امنیتي تړون سند لاسلیک شي او لویه جرګي ته ضرورت هم نشته . یقیناً حزب اسلامي او هر با احساسه افغان داسې لویه جرګې کي ګډون په کلکه رد وي چي په هغې کي د بهرنیو یرغلګرو په ګټه د تائید فیصلې کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x