ارزګان: طالبان د ترینکوټ ښار ته ننوتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د ارزګان ولایت مرکز ته له څو ورځنۍ جګړې وروسته طالبان ننوتلي دي او د ولایت په مقام او امنیه قومندانۍ درنه جګړه روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ځواکونو د ارزګان مرکزي محبس مات کړی او پرمخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ارزګان والي ویاند «دوست محمد نایاب» د ښار په مربوطاتو کې د ۲۰ پوستو د سقوط خبر ورکړی وو او د بیړنۍ هوايي مرستې غوښتنه یې کړې وه.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې دا مهال د ښار په مینځ کې درنه جګړه روانه ده او یوازې د امنیې قومندانۍ په ودانۍ د دولت بیرغ لیدل کیږي.

شېبه وړاندې د ارزګان والي ویاند د هوايي ملاتړ د غوښتو ترڅنګ ویلي وو چې د ولایت مقام په امنیتي ټاورونو باندې د سپکو او درنو وسلو سختې ډزې روانې دي.

د ارزګان ولایت پخوانی سناتور «امان الله عظیمي» نن له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې وه چې په ارزګان ولایت کې د پولیسو او ملي اردو عسکرو روحیه له لاسه ورکړې او که همدا نن تازه دمي عسکر ورونه لیږل شي د دغه ولایت په سقوط کې شک نه پاتې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په ارزګان ولایت کې د دولت ټولو پوځي او ملکي کارمندانو ته د عمومي بخښنې اعلان کړی وو او هغوی ته یې ډاډ ورکړی وو چې په خوندي ډول به یې خپلو کورونو ته رسوي.

د ارزګان ولایت په اړه د تازه جزئياتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اافغان
میلمه
اافغان

د کندوز او اوس د ترینکوټ ( د روز ګان ولایت مرکز ) فتح کول او نن صبا به د لشکرګاه فتح کول ، د کمونست علومی (چه کله داخله وزیر وو ) دا خبره را په یاد شوه ،. ویل یی [ طالبان ولسوالی نیس کومه لویه خبره نه ده ، له ولسوالیو وروسته د ولایتو وار او له هغه وروسته د کابل ( پایتخت ) وار دی . یعنی تر هغی چه کابل نیسی مونږ به خپل حسابونو او مالونه خوندی ځایو ته رسولی وی هماغسی وشول طالبانو د ولسوالیو نیولو وروسته د ولایتو نیول یو د بل… نور لوستل »